وروستي خبرونه

شپږ افغان لوبغاړي د ویسټ انډیز سوداګریزو سیالیو کې واخېستل شول

360

تېره شپه په ویسټ انډیز کې د سي پي ایل سیالیو لپاره بولي ترسره شوه، چې پکې یو شمېر افغان لوبغاړي مختلفو لوبډلو کې واخېستل شول.

د اتم پړاو سي پي ایل یا کاربیئن سوداګریزو کرکټ سیالیو لپاره د دوشنبې ماخستن بولي ترسره شوه، چې پکې شپږ افغان لوبغاړي هم واخېستل شول. محمدنبي عیسی خېل، نوراحمد، راشدخان ارمان، رحمان الله ګربز، قېس احمد او نوین الحق هغه لوبغاړي دي، چې یاد لیګ کې واخېستل شول.

د سي پي ایل سوداګریزې کرکټ لوبې د اګسټ میاشت په ۱۸ مه نېټه پېلېږي او د سپټمبر تر ۱۰ مې نېټې دوام کوي. یاد لیګ کې ټولې ۳۴ لوبې کېږي، چې نیمه پایلوبې او پایلوبه هم پکې شاملې دي. د سي پي اېل سوداګریزو کرکټ سیالیو اتلولي دوه ځلې باربادوس، دوه ځلې ټرېنباګو نایټ رایډرز، دوه ځلې جېمکا ټلاواس او یو ځل ټوباګو او ټرېنېډاډ لوبډلو ګټلي دي.

سږ کال به جمېکا ټلاواس لوبډله له خپلې اتلولۍ د دفاع هلې ځلې کوي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008