وروستي خبرونه

لوګر کې پنځه ښوونځي له انټرنیت سره نښلول کېږي

359

دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د نجونو او هلکانو په پنځو بېلا بېلو لېسو کې د نورې فایبر له لارې د انټرنیټ نښلولو کارونه پیل شول او په دوو میاشتو کې به بشپړ شي.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، په دغو ښوونځیو کې په مرکز پل علم کې د ( حضرت عمرفاروق، کوچیانو، بي بي فاطمې) او په محمداغې ولسوالۍ کې د (محمداغې، محمداجان خان) لېسې شاملې دي. د خبر پاڼه کاږي دا کار د پوهنې او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو ترمنځ د شوي هوکړه لیک له مخې کېږي.

د دوی په وینا، په دې کار سره به د نوموړیو لېسو د نږدې ۸۰۰ نجونو په ګډون شاوخوا ۵۰۰۰ زده کوونکو ته په وړیا ډول انټرنیټي اسانتیاوې رامنځته شي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008