وروستي خبرونه

اریکا هغه روباټ ده چې په یوه تخیلي فلم کې به د مرکزي لوبغاړي په توګه ولوبیږي

334

ژباړه: رحمت الله محمد

دا تخیلي علمي فلم به (بی) نوم ولري، چې د دې فلم د مرکزي لوبغاړي په توګه به یو روباټ چې په مصنوعي ځیرکتیا سمبال ده ولوبیږي.

دا خبر په داسې حال کې خپریږي چې زیاتره سینمایي او تلویزیوني پروژې د کورونا وبا له امله لغو شوي یا ځنډېدلي دي.

د دې فلم داستان سم خوزه، اریک فام او طارق زهدي لیکلی دی. په دې فلم کې یو ډول مصنوعي هوښ لرونکې روباټونه په یوه علمي مرکز کې د څېړنو په موخه زنداني شوي، خو بیا یو څېړونکی ورته د تښتېدو زمینه برابروي.

اریکا چې په دې فلم کې به د مرکزي لوبغاړي په توګه ولوبیږي، د دوو جاپاني څېړونکو له لورې جوړ شوی، او جالبو ځانګړتیاوو او ښایست لرلو له امله یې زیات مینه وال پیدا کړي.

اریکا د نړۍ په کچه تر ټولو زیات ځیرک روباټ بلل کیږي، چې د خبرو کولو، مصنوعي هوښ او احساساتو تر څنګ انساني عواطف هم لري.

 

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008