شنبه. May 30th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

د کابل کندهار لویې لارې په اوږدوکې په ترافیکي پیښه کې ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده


د غزني ولايت د ﺯنخان ولسوالۍ اړوند غزني درواﺯي ته نيږدي د کابل – کندهار د لويې لاري په اوږدو کې نن سهار د يوه ماﺯدا او ۳۰۴ډوله مسافر وړونکي موټر ترمنځ ترافيکي پيښه کې، يو تن وژل شوى او اوه تنه ټپيان شوي دي.


د یاد ولایت د رسنیو دفتر وايي، پيښه د چلوونکو د بي احتياطۍ او له ترافيکي قوانينو څخه د سرغړوني له کبله رامنځته شوي او د پيښي ټپيان د غزني روغتون ته انتقال شوي دي

( ټول لیدونکې 91 , د نن ورځي لیدونکې 1 )