وروستي خبرونه

د ایران په یوه روغتون کې چاودنې او اورلګېدنې د 19 تنو ژوند اخیستی

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه چاودنه د ایران پلازمېنه تهران په یو روغتیایي مرکز کې رامنځته شوې. د دغو راپورنو له مخې لومړی دوه چاودنې شوي او وروسته اور لګېدنه رامنځته شوي، چې پایله کې 19 کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او 15 نور ټپیان شوي دي.

د ایراني پولیسو په خبره ښایي د مړینې کچه نوره هم لوړه شي. ایراني چارواکو ویلي ښایي پېښه د اکسیجن ډبو کې د چاودنې له امله رامنځته شوې وي.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008