وروستي خبرونه

علي وزیر له پاکستاني ریاسته هر څه ژر د چمن دروازې د خلاصون غوښتنه کړې

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر د پاکستان په پارلمان کې د خبرو پرمهال نیوکه کړې، چې پاکستاني حکومت د کورونا ویروس د مخنیوي په برخه کې یوازې د پښتون مېشتو ځایونو او سوداګرو کاروبارونه تړلي دي. نوموړي پاکستانی حکومت له پښتنو سره پر دوه ګوني چلند تورن کړی او زیاته کړې یې ده، چې له یوې میاشتې راهیسې د چمن لارې د بندون په غبرګون کې پښتنو اعتراض کړی، خو تر اوسه یې د دغې اعتراض په لیدو پاکستاني حکومت سترګې پټې کړي.

علي وزیر ګواښ کړی، چې که په لنډه موده کې دغه دروازه د خلکو او سوداګرو پر مخ خلاصه نه شي، پر وړاندې به یې پراخ لاریون پر لار واچوي.

چمن دروازه چې د پاکستاني چارواکو له لوري په ښکاره د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه تړل شوې، له تېرې یوې میاشتې راهیسې په کې د کرښې دواړو غاړو پښتنو د خلاصون په موخه اعتراض کړی، خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008