وروستي خبرونه

هلمند کې د تېرې ورځې برید په اړه ولسي غبرګونونه لا هم دوام لري

دغه برید چې حکومت او طالبان یې پړه پر یو بل اچوي، په کې ۲۵تنه ملکي وګړي ووژل شول او ۱۹ نور ټپیان شول. دغه پېښه د سنګین ولسوالۍ اړوند یوه دودیزه مېله کې رامنځته شوې وه. ځايي چارواکي وايي، د وسلوالو طالبانو له لوري پر ملي اردو د توغندیو توغېدو په پایله کې دغه پېښه رامنځته شوې، خو وسلوالو طالبانو بیا د دغې پېښې د غندلو ترڅنګ یاد برید د ملي اردو له لوري د ډي سي توب مرمیو د ویشتلو له امله بولي.

د هلمند سنګین ولسوالۍ کې دغه توغندیز برید چې د ولسي وګړو پر یوه مېله ځای ترسره شو، په کې ۴۴ تنو ته مرګ – ژوبله واوښته. ولسي وګړي د جګړې پر ښکېلو غاړو نیوکه کوي، چې د خپلو بریدونو په ترڅ کې ولسي وګړو ژوند ته هېڅ راز پاملرنه نه کوي. د ځايي اوسېدونکو په خبره دغه برید کې د خرڅ لپاره ور وړل شوي ډېر شمېر څاروي هم له منځه تللي دي. د هلمند ولایتي اداره بیا د دغه برید پړه پر وسلوالو طالبانو اچوي. د دغه ولایت چارسمبالي ادعا وکړه، چې تر دې وړاندې هم د هلمند په نوشېر کې د وسلوالو طالبانو له لوري ورته برید ترسره شوی. وسلوالو طالبانو بیا د دغه برید پړه پر حکومتي ځواکونو اچولې.

دوی د دغه برید د غندلو ترڅنګ ادعا کړې، چې د ملې ارو دوهمې لوا دوه ډي سي توپونو مرمۍ پر یاد مېله ځای لګېدلي، چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې ده. دوی له ازادو رسنیو څخه په دې برخه کې د بې پرې څېړنو د کولو غوښتنه هم کړې ده. خو د ملي اردو چارواکي بیا دغه ادعاوې نه مني.

په هلمند کې د عامې روغتیا ریاست مسوولین بیا ټپیانو کې د څلورو تنو نورو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بولي. د دغه ریاست په خبره پاتې ټپیان چې سپین ږیري او ماشومان هم په کې شتون لري، تر درملنې لاندې دي. دا لومړی وار نه دی، چې د ښکېلو خواو له لوري پر یو بل کېدونکو بریدونو کې ولسي وګړي مرګ – ژوبله وینې، بلکې په کراتو د سړک غاړې ماین چاودنو، چاپو او د هوايي بریدونو ترڅنګ د ډېرو نورو پېښو له امله ولسي وګړو ته زیانونه اوښتي، چې وروسته یې د څېرلو لپاره پلاوي هم ګمارل شوي، خو د ډېرو پایلې بیا له رسنیو سره نه دي شریکې شوي.

خبریال : حافظ احمد نصرت / هلمند

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008