وروستي خبرونه

ډونالډ ټرمپ هم د غني په برخلیک اخته شو!!

لیکنه: عصمت تره کی

ولسمشر غني د خپلي واکمنۍ په لمړۍ دوره کې ډېری سیاسي ګوندونه او شخصیتونه له ځانه خفه کړې وه، له همدي امله د ولسمشر غني دوهم ځل بریالي کېدل څه ناڅه ستونزمن کار بلل کیدل. په نړۍ کې ډېر کم ولسمشران په دې برخلیک تر اوسه پوري اخته شوي و، چې د دوهم ځل بریالي کېدو چانس یې کم و.

دا چي غني ولي او څنګه په دې برخلیک اخته شوی و؟ څنګه یې وکولای شول، چې د دوهم ځل لپاره بیا ځان بریالی اعلان کړي؟ دا بیل بحث دی. خو اوس لپاره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په ورته برخلیک اخته شوی. دا چي ټرمپ به د غني له تجربو نه استفاده وکړي او کنه؟ دا چې ټرمپ به د دوهم ځل لپاره د امریکا ولسمشر شي او کنه، تر اوسه پوري لا څرګنده نده.

اوس چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته میاشتي پاتي دي، د ولسمشر ټرمپ سیال ډېر ځواکمن دی. د هغه ترڅنګ په امریکا کې عامه افکار تر ډېره د ټرمپ په زیان روان دي. په دې وروستیو کې د تورپوستي جورج فلویډ وژل کېدل او د جان بولټن له لوري د ټرمپ د پټو رازونو افشا کېدل به په امریکا کې د ټرمپ ولسمشر کېدل نور هم سخت کړي. بل خوا ولسمشر ټرمپ د (تر هر څه لمړی امریکا) شعارونه او ژمني هم عملي نشوي. له افغانستانه د امریکايي سرتیرو وتل د ټرمپ یوازینۍ کمپایني سوژه وه، خو اوس د دې کار برخلیک هم څرګند ندی. امریکایان له ملایانو سره د معاملو تجربه نلري، په دې کار کې هم فکر نه کوم بریالي راووځي.

څو ورځي وړاندي ولسمشر ټرمپ په داسي حال کې انځورونه خپاره شول، چې نا هېلی او ستړی له یوې کمپایني غونډې راګرځیدلی و. په دې غونډه کې د خلکو کم رنګه ګډون او په ټوله کې د ناکامۍ احساس فکر کوم ځوراوه. د ټرمپ له دا ډول تصویرونو سره مې جوخت د غني د کمپاین په مهال د وزیر اکبر خان په کمپایني دفتر کې هغه صحنه یاد ته راغله، چې غونډه کې کسان نه و، غوړه مالانو یې د دفترونو کارکوونکي ورته کښینولي و.

ولسمشر غني هم د خپل همیشني عادت له مخي په احساساتي انداز وینا وکړه، ډېري ژمني يې هم وکړي. خو د غونډې ناستو کسانو ورته د زړه له اخلاصه چکچکي وکړي. ولسمشر غني له دې غونډې ځکه خوشاله ستون شو، چې ګډونوالو په ډېرو چکچکو نازولی او هڅولی و. خو بیچاره له دې نه خبر نه و، چې دا یې ټول د کمپایني دفتر معاش خواره کارکوونکي دي. د دې ډول غږ یې له ټاکنو وروسته واورید، چې د رایو د کموالي له امله به یې کله د ټاکنو کمېسون د ګدام قلفونه مات کړي و، کله به یې هم بله نادوده کړې وه.

د اوه سوه میلیونه ډالرو په لګښت سربیره یې یوازي اوه سوه زره پخي او شفافي رايي ونه ګټلي. جان بولټن هم پخپل کتاب کې لیکلي چې، د افغانستان د ۲۰۱۹ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې هیڅ نوماند بریالی نه و، بلکی ټاکني دوهم پړاو ته تلي.

خو دا چې ولسمشر غني څنګه ځان بریالی اعلان کړ، دا مهارتونه ممکن د ټرمپ زده ونه اوسي او نه هم په امریکا کې څوک دومره فرصت ورکړي.

One comment

  • رحمت االه

    June 30, 2020 at 8:30 PM

    ستا مقایسه غلطه ده.دافغانستان شرایط سیاسی وضعه او نور مسایل دنړی اوامریکا له حالاتو سره ژور توپیر لری.خودلیکوال له لیکنی دا ښکاری.چه دداکتر عبدالله شوړه مار ده.اوس هم دکوم موقف په تلاش کی سرګردانه ده.دانړی اوافغان ولس ته جوته ده.چه دافغانستان په ټاکنو کی داکتر غنی دټاکنیز میدان لوبغاړی وه.چا یی سیالی ونشو کړای.اودقانون مطابق یی ټاکنی وګټلی داچه مفتخورو طفیلیانو اوحرفوی معامله ګرانو حکومت اوولس له ژوبلی ګوتی ونیو.اودبحران درامنځ ته کولو هڅی یی وکړی.اوپه سفارتونو کی دخپل انتخاب اومعاملو کجکول ګرزاوه.ټولی نړی او ولس یی ننداره کوله.اوپه اخرکی په بی شرمی دحکومت برخه وګرزیدل.چه تراوسه یی ناندری روانی دی.اوټول نافذه قوانین یی په شرمونو وشرمول.

    Reply

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008