وروستي خبرونه

د امریکایي ځواکونو په ملتیا افغان ځواکونه په شمالي وزیرستان کې عملیات پیلوي

د هند ټوډي ورځپاڼې د یو امریکایي لوړ پوړي چارواکي له قوله راپور خپور کړی، چې د ملي امنیت او امریکایي پوځیانو نږدې درې زره ګډه قطعه به ډېر ژر په شمالي، جنوبي او خېبر پښتونخوا کې عملیات پیل کړي.

د یادې ورځپاڼې له مخې افغان او امریکایي استخباراتي ځواکونه په دې کار کوي، چې د سولې خبرو د پیل سره جوخت په دغو سیمو کې د حقاني شبکه له منځه یوسي، په وینا یې د یادې قطعې د جوړېدو لپاره لومړۍ طرحه تایید شوې، او په تشکیلاتو اوبودېجه یې کار روان دی.

د ورځپاڼې په حواله، چې له یادې قطعې سره به یو شمېر جیټ او کشفي الوتکې هم وي، چې د جیټ الوتکو پروازونه به یې له بګرام او د نورو کشفي الوتکو لپاره به د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ او د خوست ځینې سیمو کې واړه میدانونه جوړ شي. د ټوډې ورځپاڼې د دغو معلوماتو په اړه تر اوسه نه امریکایي او نه هم افغان چارواکو په رسمي ډول څه ویلي دي.

One comment

  • شاهد منصور

    June 11, 2020 at 3:40 PM

    دله ګانو.. تاسو کښې دومره طاقت کله نه راغی چې تاسو پاکستان کښې عمليات اوکي.. 🖕🖕🖕

    Reply

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008