وروستي خبرونه

له تشویشه ځان وژغوره!

ژباړه: امین حسن

اروپوهان وايي د نزدې ۷۵ سلنه ناروغیو اساسي لامل بې ځایه تشویش کول دي.

د نړیوال روغتیايي سازمان په تازه څیړنو کې هم راغلي چې د ټولې نړۍ ۲۰ سلنه خلک په همدې ناروغۍ اخته دي. دا چې زموږ په هېواد کې هم اقتصادي ستونزې زیاتې دي نو ممکن د نړیوال روغتیايي سازمان د کړې سروې فیصدي دلته یو څه زیاته وي.

تشویش څه شی دی؟

تشویش یانې هغه حالت چې ستونزه ولرې خو د حل لار یې در څخه ورکه وي، چې همدا د ناهیلي کیدو سبب کیږي او بلاخره همدا د ناهیلۍ احساس مو جنجالي طبعیته کوي یا هم له خلکو مو منفور او ګوښه کوي. اروپوهان وايي د تشویش سمه درملنه ځکه نه کیږي چې ډیر لږ شمېر خلک په دې پوهیږي چې تشویش هم یوه ناروغي ده .

د تشویش علتونه او نښې نښانې

پر دې مرض د اخته کیدو لومړني سببونه د احساساتو، ټولنیزو او یا هم اقتصادي پيښو څخه راپیدا کیدونکي ذهني فشارونه دي. لومړیو کې انسان یو څه خفه، له حال ناخوښه او له راتلونکي ناهیلی وي. ډیری وخت بیا همدغه ذهني فشارونه دومره شدید شي چې حتی پرې اخته کس د ځان وژنې فکرونه کوي.

د ارواپوهانو په باور د کمترۍ احساس درلودل، بې وزلي، بې کاري، د دیني احساساتو متضرره کیدل او د عزت نفس ژوبلیدل دا ټول هغه څه دي چې یو انسان ترې په تشویش اخته کیږي.

یوه څیړنه ښيي چې نارینه پينځه سلنه او ښځینه نهه سلنه د تشویش په ناروغۍ اخته کیږي.

بې ځایه خواخوږي، خواشیني او بې له موجبه ځان ملامت ګڼل دا هغه لاملونه دې چې انسان د تشویش په ناروغۍ اخته کوي. لکه ډیری وختونه انسان خپل ځان د یوې پېښې مسوول ګڼي چې بلاخره ذهني فشار پرې غلبه پیدا کوي او د تشویش په ناروغۍ یې اخته کیږي.

د انسان په روغتیا د تشویش اغیزې

د ذهني فشار او تشویش له کبله انسان په بېلا بېلو لویو یا هم کوچنیو ناروغیو اخته کیږي چې ډیری وختونه دا ناورغۍ شدیدې او حتی د انسان د مړینې سبب ګرځي او نووو څیړنو هم دا ثابته کړې چې بوج یا فشار د ناروغیو سره ژوره اړیکه لري.

بې ځایه سوچونه کول، فکري ګډوډۍ، تشویشونه او تر ډیره په یوه بد وضعیت کې پاتې کیدل دا ټول هغه څه دي چې بلاخره د انسان دفاعي سیستم ورسره  کمزوری کیږي او په پایله کې د انسان د وجود سیستم ګدوډوي، پر هارمونونو یې منفي اغېز پریباسي او حتی کله کله یا هم یو نیم انسان په مختلفو ناروغیو اخته کوي لکه: د کولمو تنفسي ناروغي، د زړه ناروغي، د هارمونونو ګډوډي او ستړیا…

د کولمو تنفسي ناروغي

ستونزې، ذهنی فشارونه، ټپي احساسات او تشویشونه دا ټول هغه څه دي چې د کولمو په ګړندي کیفیت کې شدت پیدا کوي. هاضمي ګډوډۍ، اسهال، قبضیت او ذهني فشارونه یا د ورته نورو ناروغیو اصلی علت د همدې کولمو د Intestinal asthma ناروغي ده چې د ذهني فشار او تشویش له کبله انسان پرې اخته کیږي نو ځکه خو روغتیا پوهان ورته د کولمو تنفسي ناروغي هم وايي.
د دا ډول مریض د ناروغۍ لامل په معدې یا کولمو کې د انتانونو شتون نه وي بلکې د تشویش یا هم د ذهني ګډوډۍ او فشارونو له کبله یې د هاضمې سیستم په کرار کرار خرابیږي.
د زړه ناروغي 

ذهني او اروايي فشارونه د وینې جریان او حرکت خنډنی کوي خو د غوسې له کبله د وینې جریان او حرکت تیزیږي او له خپل عادي حالت څخه په تیزۍ متحرکیږي.

د ویني د جریان په تیزیدو سره په رګونو کې په عادی حالت پاتې د وینې قطرې له خپل ځایه بې ځایه کیږي او د وینې خپلواکه جریان ته یې پریږدي چې وروسته بیا همدا د ویني په نریو رګونو کې نښلي، د ویني جریان بندوي او همدا د وینې د جریان بندښت بلاخره د زړه د حملې لامل کیږي. د یوې څېړنې له مخې د غوسې له کبله یا هم وروسته له غوسې د زړه د حملې راتللو  زیات امکان دی.

پر هارمونونو د تشویش اغیزې

د انسان په بدن کې یو ډول رطوبتي غُدې را پیدا کیږي چې د ویني سره یو ځای کیږي چې د بدن دفاعي سیستم ورسره په منظم ډول چلیږي.

د بدن هره حجره د یوې رقیقې مادې جوړونکې ده او دا مادې د هارمون او کولیون په نوم یادیږي، چې په روغ حالت کې د دې دواړو ترمنځ توازن موجود وي خو د تشویش او اضطراب په حالت کې دا توازن ګډوډیږي او پر پانقرانس منفي اغیز پریباسي او د شکر ناروغي را پیدا کوي.

د تشویش له کبله د ګُردو په پاسني برخه کې شته د ايډرینالین غدې په زیاته اندازه پیدا کیږي چې د ویني فشار ناورغۍ د رامنځته کیدو، د زړه د ضربانو د تیزیدو، د ویني د رګونو د فلجیدو او بلاخره د وجود د ټولو عضلاتو د خرابیدو سبب کیږي، 

ستړیا

د تشویش او تل د خواشیني پاتې کیدو له کبله انسان هسې ستړی وي او دا بې له کاره ستړیا او خواشیني پاتې کیدا د انسان پر بدن منفي اغیزې پریباسي.

تشویش، خواشیني او خفګان که دایمي شي عصبي کمزوري او د بدن د مقوي کیدلو سرچینې له منځه وړي چې له همدې کبله انسان د ستړیا او لټۍ احساس کوي او په کرار کرار یې مایوسه کوي، وزن یې کموي، خوب یې ګډوډوي، تنفسي سیستم یې ګډوډیږي او جنجالي طبیعته کوي ېې یانې په نه خبره به جنجالونه کوي.

لنډه دا چې تشویش د انسان روغتیایي نظام زیانمنوي؛ نو ښه دا ده چې د ځان د سالم ساتلو لپاره باید جدي پاملرنه وشي.

د تشویش درملنه او ترې د ځان ژغورلو لارې

تشویش نه لېونتوب دی او نه هم بل کوم داسې مرض چې ځانګړي خلک به پرې اخته کیږي بلکې هر انسان پرې اخته کیدلای شي، نو هغوی چې د تشویش په ناروغس اخته دي په دې اړه ښه دا ده چې د کورنۍ غړي ورسره په ډیر صمیمي او ښه سلوک مخته لاړ شي او د دې برخې پوهان وايي چې د تشویش په مرض د اخته کسانو ښه درملنه د هغوی سره خبرې اترې کول دي. وايي د تشویش په مرض اخته چې څومره ناروغان دوی ته ورځي یوازې همدا ورته وایي چې وغږیږئ، خبرې وکړئ، احساسات مو څرګند کړئ او ویې وایئ!

د چوپ پاتې کیدو یا هم په خپل درون کې د زړه خوړولو باندې هیڅ نه کیږي بلکې تاسې نور هم وژني نو ساده او اسانه لاره یې همدا ده چې خبرې وکړي، خپل احساسات څرګند کړي او نور ورسره صمیمي چلند وکړي.

د تشویش اړیکه مستیقماً له حالاتو سره هم تړلې ده او کله هم چې حالات د انسان له وس او توان څخه بهر شي نو انسان پر ذهني فشار اخته کیږي خو که په دغسې حالتونو کې انسان خپل فکر او کړنې په واقعي مثبت او ښه ډول سره تنظیم کړي او خپلې روغتیا ته پوره پاملرنه وکړي نو له تشویشه به ژغورل شوي وي.

ورځنی نورمال ورزش او ښه خوراک کول هم هغه څه دي چې زموږ بدن هم له دفاعي اړخه او هم زموږ ذهن د اروايي اړخ څخه سالم ساتلی شي.

د اروايي سکون او ارامتیا درلودلو په برخه کې د دیني احکامو په سمه توګه ترسره کول، د نورو په غم ښادۍ کې شریکېدل او د ښو ملګرو لرل هم مهم رول لري. کله مو هم چې د ذهني ستړیا احساس کاوه یا مو ذهن مغشوش کیده نو ښه لارې دا دي چې خپلې چارې او کارونه دې دروه، یو څه ارام او تفریح کوه، ورځنیو مصروفیاتو کې دې تغیر راوله، مطالعه، ورزش یا هم نور داسې د معمول خلاف په زړه پورې یو څه کې ځان مشغولوه؛ ترڅو دې له ذهن څخه تشویش لرې او عادی حالت ته بیرته وګرځې. تل پر خپل ځان باور ولره او هیڅ شي ته له خپله ځانه زیات ارزښت مه ورکوه.

پای

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008