شنبه. Jun 6th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

افغانستان کې د سولې راتګ لپاره دې ټول ښکېل اړخونه کار وکړي

کوزه پښتونخوا کې د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې له څلوېښتو کلونو راهیسې یو ناورین روان دی او اوس ددې وخت دی چې ټول ښکېل اړخونه د دغه ناورین د پای ته رسولو لپاره سره یو لاس شي.

د شېر پاو په خبره، افغانستان کې د سولې او امنیت راتګ د ټولې سیمې د ثبات، پرمختګ او سوکالۍ سبب ګرځي د سیمې هېوادونه دې هم د سولې په برخه کې خپلې همکارۍ نه سپموي. افتاب احمد شېر پاو له وسلوالو طالبانو غوښتې، چې له افغان حکومت سره د خپلمنځي خبرو پیل وکړئ څو د فرضي کرښې دواړو لورو پرتو پښتنو ژوند ته امن او سوله راولي

( ټول لیدونکې 104 , د نن ورځي لیدونکې 1 )