شنبه. Jun 6th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره کومه ستونزه وجود نه لري

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي، د ملي مصالحې د شورا له جوړېدو وروسته د خپلمنځي خبرو د پيلېدو لپاره کومه ستونزه نه شته. نوموړي ویلي، افغان حکومت په بشپړ ډول چمتو دی چې خپلمنځي خبرې پیل کړي. همدا راز په ورته مهال د متحده عربي اماراتو یوې ورځپاڼې دې نېشنل په یوه مقاله کې لیکلي، سره له دې چې په افغانستان کې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ جوړجاړی وشو خو سولې ته لا اوږده لار پاتې ده.

د سرچینې په خبره د دې تر څنګ د افغان سولې لپاره په نړیواله کچه یو فرصت رامنځ ته شوی دی چې باید ضایع نه کړل شي. په قطر کې د امریکا او طالبانو د سولې تر تړون وروسته ټاکل شوې وه چې خپلمنځي خبرې د مارچ په لسمه پيل شي، خو د زندانیانو پرسر د حکوت او طالبانو جنجال او د شخړو ادامه د دې سبب شوې ده چې دا خبرې پيل نه شي

( ټول لیدونکې 117 , د نن ورځي لیدونکې 1 )