شنبه. Jun 6th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

ایران کې د کوورنا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له 122 زرو واوښت

د ایرانې رسنیو د ورستیو راپورونو له مخې چې دغه هېواد کې په تېره یوه ـــ شپه ورځ کې له 2 زرو نه ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوي او 69 تنه نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې له دې سره په دغه هېواد کې د کورونا ویروس له امله د مړه شویو کسانو شمېر له 7 زرو واوښت او له 122 زرو نه ډېر کسان په کې اخته دي.

همداراز پاکستانې رسنیو راپورونه خپاره کړي چې په تېره یوه شپه ـــ ورځ کې په پاکستان کې نږدې 2 زرو کسان په کوورنا ویروس اخته شوي او 30 تنو نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې له دې سره په دغه هېواد کې د کورونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر 9 سوه 3 تنو ته او د اخته کسانو شمېر له 42 زرو واوښت.

( ټول لیدونکې 36 , د نن ورځي لیدونکې 1 )