شنبه. Jun 6th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

نړۍ کې د کورونا وبا له امله د مړه شویو کسانو شمېر له 3 لکو او 20 زرو واوښت

د تازه راپورونو له مخې تر دې دمه نړۍ کې کورونا ویروس له 320 زرو نه د ډېرو کسانو ژوند اخیستی او نږدې 4 میلیون او 9 لکه نور کسان پرې اخته دي. امریکا کې بیا ددغې ویروس له کبله 91 زرو نه ډېر کسان مړه شوي او له یو نیم میلیون نه ډېر کسان په کې اخته دي،له امریکا وروسته ډېرې کسان په روسیه کې پر کورونا ویروس اخته دي او په بریټانیا کې ډېر کسان مړه شوي، روسیه کې نږدې 3 لکه کسان پر کوورنا اخته او بریټانیا کې بیا له 34 زرو نه ډېر کسان مړه شوي دي

( ټول لیدونکې 19 , د نن ورځي لیدونکې 1 )