شنبه. Jun 6th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

ټرمپ افغان جګړه کې پر طالبانو د جګړه ییزې سوداګرۍ تور پورې کړی

ډونالډ ټرمپ دغه څرکندونې د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د هغې مقالې په غبرګون کې کړي، چې یادی ورځپاني ویلي وو ټرمپ په افغانستان کې خپلسرې ډول پرېکړې کوي، خو نوموړي ویلي، چې هر ګام يې په پوره دقت سره پورته کړي. ټرمپ په خپله ټویټ پاڼه لیکلي، چې طالبان هم د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه یوه خوله نه دي او د دوی له حضور څخه ډالر ګټي.

که څه هم طالبانو تر اوسه د ټرمپ دغو ادعاوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو ټرمپ ټینګار کړی، چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې له لومړیو کلونو پرته نوره ټوله جګړه چې ۱۹ کاله کیږي، بي هدفه ترسره کړې، چې په وینا یې هېڅکله يي د خپلو ګټو پام نه دی ساتلی. د ټرمپ په خبره اړتیا ده چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي او د پولیسو په څېر د څارنې او ګزمې دنده پریږدي



( ټول لیدونکې 154 , د نن ورځي لیدونکې 1 )