شنبه. Jun 6th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

له تېرې شپې راهیسې د کندز په ځینو سیمو د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې پیل شوي

ژوندون ته د رسېدلو اطلاعاتو له مخې د کندز ښار په څلورو خواو د وسلوالو طالبانو له لوري د تېرې شپې راهیسې پراخ بریدونه پیل شوي وو، چې د نن ورځې تر نږدې غرمې پورې یې دوام درلود. امنتیي سرچینو ژوندون سره په خبره کې د دغو بریدونو پخلی کړی، خو ټینګار یې کړی چې د کندز د بیا ځل سقوط په اړه یې د وسلوالو طالبانو جوړ شوی پلان شنډ کړی دی.

که څه هم غرمې ته نږدې جګړه یو څه ارامه شوې، خو ځايي خلک د بیا ځل جګړې شدت په اړه اندېښمن دي او دورې ښارګوټی چې د هوايي ډګر د شتون له امله د نورو ځایونو په پرتله یو څه ارام دی، ځايي خلک هڅه کوي خپل سرونه دغې سیمه کې پناه کړي. وسلوالو طالبانو تر اوسه د دغو نښتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. کندز چې په تېر کې دوه وار د وسلوالو طالبانو له لوري سقوط شوی وو، ځایي خلک یې د بیا ځل ناامنۍ په اړه له اندېښنو سره مخ دي.

( ټول لیدونکې 260 , د نن ورځي لیدونکې 1 )