شنبه. Jun 6th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

یو شمېر ګاونډیو هېوادونو پر افغان سولې خبرې کړي

د چین ، ایران ، پاکستان او روسیې هېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان پر اوسني وضعیت او سولې په یوه ګډ کنفرانس خبرې کړې دي. د یادو هېوادونو د ځانګړو استازو له لوري په ګډه خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر غني او ډاکټرعبدالله ترمنځ د وروستي جوړجاړي هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې دغه جوړجاړی به د خپلمنځي خبرو د پيل سبب شي.

په اعلامیه کې راغلي یاد هېوادونه په افغانستان کې د بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو، جګړو د ختمېدو، د زندانیانو د ازادېدو او اوربند غوښتونکي دي. دوی پر طالبانو او افغان حکومت غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي او ژر تر ژره خپلمنځي خبرې پیل او د ملګرو ملتونو د بشري اوربند غوښتنې ته درناوی وکړي

( ټول لیدونکې 107 , د نن ورځي لیدونکې 1 )