شنبه. Jun 6th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

ازبکستان له افغانستان سره د سولې په پروسه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړی

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په افغانستان کې د سولې او خپلمنځي خبرو د بشپړ ملاتړ تر څنګ د دغو خبرو د هڅو او اقداماتو ملاتړ کوي. یاد هېود د افغان مشرانو د نوي توافق د لاسلیک هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې افغانستان به سولې ته نږدې کړي.

ازبکستان له دواړو افغان مشرانو غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره خپلمنځي خبرې پیل او روانې جګړې ته د پای ټکی کیږدئ. همدا راز ازبکستان ویلي، چې له افغانستان سره به یې اړیکې لا پیاوړې کړي او همکارۍ به لا پراخې شي

( ټول لیدونکې 40 , د نن ورځي لیدونکې 1 )