شنبه. Jun 6th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

یو ډول ځيرکې خولۍ د کورونا په مقابل کې کارول کېږي

ژباړه: رحمت الله محمد

د روم د فیموچینو ښار په هوایي میدان کې یو ډول هوښیاري یا ځیرکې خولۍ د کورونا ویروس د ځینو نښو د معلومولو لپاره کارول کیږي. دا خولۍ کولای شي له ۷ متره لرې فاصلي څخه د انسان په بدن کې د کورونا ځیني نښې تشخیص کړي.

دا خولۍ یوه عادي او یوه هم حرارتي کیمره لري. چې کولای شي د انسان د بدن د حرارت درجه مشخصه کړي.

د دې هوایي میدان د مسؤولینو په خبره چې دوي تر دې مهاله په یاد هوایي میدان کې دری دا ډول خولۍ لري. او په یو وخت کې د یوه ګروپ خلکو د حرارت درجه تشخیصوي.

دوي وایې چې دې کیمرو ته د جوړونکو له لورې د حرارت درجې اندازه ورکړل شوي ده، که د کوم شخص د بدن د حرارت درجه له ټاکلي اندازي لوړه وي، نو یاده خولۍ کولای شي مسؤول شخص ته خبر ورکړي.

دوی وایې چې ښايي د کورونا ویروس په نړۍ کې د زیات وخت لپاره پاتي شي، نو دا کار بیا سخت ده چې خلک دې د هېوادونو تر منځ سفر ونه کړي. نو له دې امله باید په هوایي میدانونو کې دا ډول ځیرکې الي زیاتي وي، او د هغه تر څنګ باید په مسلسل ډول هوایي میدانونه ضد عفوني شي.

د کارپوهانو په خبره که چیرته دا قوانین په هوایي میدانونو کې مراعات شي، نو بیا خلک کولای شي له یو هیواد څخه بل هیواد ته په اسانۍ سره سفر وکړي.

د کورونا ویروس له خپریدو وروسته د روم په دغه مشهور هوایي میدان کې د خلکو شتون ۹۵ سلنه را کم شوی دی. د دې تر څنګ د نړۍ په ځینو نورو مشهورو هوایي میدانونو کې هم له یو ډول کیمرو څخه ګټه اخیستل کیږي، چې له لرې فاصلي څخه د انسان د بدن د حرارت درجې د معلومولو وړتیا لري.

( ټول لیدونکې 48 , د نن ورځي لیدونکې 1 )