شنبه. Jun 6th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

امریکا کې بې موټروانه لارۍ وازمایل شوه

د امریکا کالیفورنیا کې مېشت د ټو سمپل په نوم د موټر جوړولو شرکت دا ځل داسي لارۍ موټر جوړ کړی چې بې موټروانه ده.

د لمړي ځل ازمایښت په وخت کې په دې لارۍ موټر کې یو انجینر او یو موټروان هم د احتیاط لپاره ناست وو، تر څو کومه پېښه رامنځته نه شي. د دې شرکت د مسوؤلینو په خبره چې د دې موټر لمړی امایښت د کالیفورنیا د دوو ښارونو تر منځ چې لس میله لار وه په بریالیتوب سره تر سره شو.

که چیرته دا آزمایښت هم بریالی شي نو دا به د بې موټروانه موټرونو په برخه کې یو لوی بدلون وي.

د امریکا د ځینو ښارونو تر منځ چې فاصلي یې زیاتې اوږدې دي تر دې چې له یو ښار څخه تر بل ښار پورې ۲۲ ساعته لار ده، نو یو موټر چلوونکی نشي کولای تر څو په دې اوږده لار کې موټر وچلوي، نو له همدي امله باید یو ځل سفر ته څو موټر چلوونکې موجود وي.

خو د موټر جوړولو دا شرکت وایې چې د دې موټرونو له بریالي کیدو وروسته به دا ستونزه له منځه لاړه شي. که څه هم بې موټروانه موټرونه تر دې مهاله په مکمل ډول ندي بریالي شوي، او خلک لا پوره باور پرې نه لري، خو د دې ډول موټر جوړولو شرکتونه وایې چې دا موټرونه نسبت هغو ته چې موټر چلوونکې لري، ډېر محفوظ او د باور وړ دي. او ښایي په نږدي راتلونکې کې په بې ساري ډول ترې ګټه اخیستل پیل شي.

( ټول لیدونکې 49 , د نن ورځي لیدونکې 1 )