شنبه. Jun 6th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

تــــــه! ډېر ښکلی یې!!!

لیکنه: محمد خان ذهین

ستا ناسته – ولاړه، حرکات او نظریات ډېر په لوړه پراته دي. ستا فکر له لوړ فکرو سره یو ځای، په لوړو ځایو چکرې وهي. هېڅ زړه مه غورځوه، دغه پټه او ښکاره ښکلا چې ته لرې، د پوهې او درک اشخاص یې پېژندلای شي. هغوی چې ښو کارونو پسې بدې وايي، خپله بېکاره او تا هم ځان سره د ناکارو او تنبلو په ټغر لوبوي. د هغوی فکرونو تل د اتلانو نازونه د ځان په څېر په سپکو او ورکو جملو کړې.

دوی اتلانو پسې ټوپکې راخېستي، بس له ځانه دنګ او لوړ خلک هېڅ نشي زغملای، نو ته باید د دغو بدو سترګو پروا ونه کړې؛ ځکه ته دا بد خلک او فکرونه یې له ځانه لرې غورځولای او د ښه فکر وړانګې تر ما څه، چې تر نورو ډېرو خلکو رسولای شې. خپل فکر دې د زلزلې په څېر ورانۍ لورې ته مه بیایه، له فکره دې هدیره مه جوړوه، چې ځوان او هڅاند نوښتونه او هیلې دې تر خاورو لاندې کړې. په خپل هغه نصیب او قسمت باور لره، چې د مینې او وفا په باب کې شپې سبا کوي. له پرهرونو دې د وېرې او ډار پرځای ټکورونه او الهامونه اخله. د مینې یادونه ژوندي ساته. له ژونده دې د عذاب ځولنې مه جوړوه. په شونډو کې مسکا ګرځوه او د دې غم لړلي ژوندون نه د وتلو لپاره، له دې بدمرضه او بدصفته خویونو واټن واخله. په زړه کې دې محرومیت او مجبوریت لولپه کړه. بې مینې او له ګران ژوندونه تېر شه.

د ګیلو ټغرونه ټول او د امېد لرونکو فکرو سودا وکړه؛ ځکه ستا په دغه ښکلي زړه او ذهن کې دا توان شته، چې دا هر څه وکړې، نو له خدایه په پېرزو شوي بدن کار وکړه. سهار او ماښام د فکر په بدلون پښېمانتیا مه کوه.

#مخکې_ځه! د وروسته کتو پر ځای له وړاندې د خپل مسیر لیدنه کوه، هره ورځ د یوې ازموینې په څېر اماده پیلوه، له فکره دې چینه جوړه کړه، چې له رڼو اوبو یې تږو زړو ته لارې وکړې او د دوی د جل وهلو فکرو د هلاکت مخه ونیسې. دغه کارونه او ښکلاوې که په ټول بدن ولوروې، ته به لا ښکلی شې. د اوبو وړو په نندارو کې خپل ژوند په اوبو مه وړه. دغه نمجنو لېمو ته هیله او وچو شونډو ته مسکا وګرځه.

دغه شاړې ابادې او مېرې یې په ښکلاوو باندې وپوخوه. دا کوم عجیبه خوب نه دی، چې ته یې روانو اوبو ته ووایې! دا د روڼ فکر رڼې خبرې دي، چې تاته د دغو سترو لارو الهامونه بخښي. #نو_راځه! د دلایلو پر ځای د وسایلو په لټه کې دا هر څه ثابت کړه؛ ځکه که ته د وسایلو په لټون کلک هوډ وکړې، ته به د ډېر درک، پوهې او وړتیا څښتن شې! بیا به ته د ځانګړو په ځانګړتیا او د ښاغلو په غښتلتیا غږېږې، نو که داسې وکړې، ته به ډېر ښکلی یې! عمل کې د ښودلوپه ځواک دغه ځولانه ژوند ځانته روڼ سهار وګرځوه.

راتلونکی نسل په خپل راتګ مه پښېمانوه او د چرسي، بنګي او شرابي یارانو د یادولو پرځای د لوړ فکرو ملګرو یارانې وکړه. بیا به پر موږ د دغې ځمکې ګرځېدل یو خوب پاتې وي. نو، مه خاموشه کېږه: د خاموشۍ ګڼې مانې وي، شونډې ژر پرانیزه که اراده دې د الفت وي، نو اظهار به کوې



( ټول لیدونکې 1،068 , د نن ورځي لیدونکې 1 )