شنبه. Jun 6th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

د افغان نوي حکومت مشران دې ژر تر ژره د سولې لپاره خپلې هڅې چټکې کړي

امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز ویلي، افغانستان کې د نوي حکومت مشران دې ژر تر ژره د خپلمنځي خبرو دپیل لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

ویلز افغانستان کې د ولسمشر غني او عبدلله عبدالله ترمنځ د جوړ جاړي هرکلی کړی او له دواړو مشرانو یې د خپلمنځي خبرو د پیل د هڅو غوښتنه کړې.

همداراز په ورته مهال امریکا د بهرنیو چارو وزارت څانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم له دواړو مشرانو غوښتنه کړې، چې د سولې هوکړې د عملي کولو او خپلمنځي خبرو د پیل لپاره هڅې چټکې کړئ، په وینا یې د تېر حکومت تېروتنو ته باید پام وکړئ، څو هغه تېروتنې بیا تکرار نه شي

( ټول لیدونکې 64 , د نن ورځي لیدونکې 1 )