شنبه. Jun 6th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي جوړجاړۍ په اړه یو شمېر هېوادونو خوښي ښودلې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په یوه پیغام کې خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي. چې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په ټولشموله حکومت هوکړه کړې، چې دا سولې ته د رسیدو لپاره مهم ګام دی. په ورته مهال د ناټو سرمنشي، د ایران بهرنیو چارو وزارت، چین او ترکیې هم د ځانګړو اعلامیو په خپرولو سره د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله تر منځ د سیاسي هوکړې د هرکلی تر څنګ افغانستان سره سولې ته د رسیدو په برخه کې د هر راز مرستې ژمنه کړې ده.

همدا راز هند د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله تر منځ سیاسي هوکړې هرکلی کړی او دا یې د افغانسنان د ثبات لپاره مهم ګام بللی دی. دغه هېوادونه په داسې مهال د دواړو لوریو ترمنځ د هوکړې هرکلی کوي، چې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح د غني اوعبدالله تر منځ د ګډ حکومت جوړولو له پریکړې یوازې څو ساعته مخکې ننګرهار کې ویلي وو، چې که چیرې دوه سری حکومت جوړیږي نو دی به پر دنده پاتې نه شي او استعفا به وکړي.

یادې هوکړې په په کور دننه هم په خواله رسنیو کې یو شمېر غبرګونونه راپارولي او دا یې د تېر حکومت په ډول یو دوه سری حکومت بللی

( ټول لیدونکې 44 , د نن ورځي لیدونکې 1 )