شنبه. Jun 6th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

له زیاتو کشمکشونو وروسته د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه لاسلیک شوه

د ولسمشر ویاند وايي، د دغې هوکړې له مخې عبدالله د سولې مصالحې عالي شورا مشر او ټیم به یې کابینه کې شریک شي. دغه راز د دې هوکړې له مخې جنرال عبدالرشید دوستم ته د نظامۍ لوړه رتبه مارشالي ورکړل شوه. د یادې هوکړې له مخې د کلیدي وزارتونو په ګډون به عبدالله کابینې ته د خپل ټیم پنځوس سلنه معرفي کوي. د لرې کېدو او پر ځای یې د بل کس معرفي کېدو لړۍ به یې له یو منطقي دلیل وروسته کیږي د ټاکنیزو کمېسیونونو له خوا بریالي ولسمشر محمد اشرف غني، د یادو کمېسیونونو له خوا د ناکام ښودل شوي نوماند عبدالله عبدالله سره سیاسي هوکړه لاسلیک کړه. دغه هوکړه د لوړې مراسمو له شاوخوا دوو میاشتو کشمکشونو او د هېواد د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د لوړپوړو سیاسي څېرو په هلو ځلو لاسلیک شوه.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، د دغې هوکړې له مخې عبدالله د سولې مصالحې عالي شورا مشر او ټیم به یې کابینه کې شریک شي. د دغې هوکړې له مخې د کلیدي وزارتونو په ګډون به عبدالله کابینې ته د خپل ټیم پنځوس سلنه معرفي کوي. د لرې کېدو او پر ځای یې د بل کس معرفي کېدو لړۍ به یې له یو منطقي دلیل او د دواړو له مشورې وروسته کیږي.

په دې هوکړه کې یو ناندریزه مسله جنرال عبدالرشید دوستم ته د نظامي لوړې رتبې مارشالي ورکړه وه چې د ګڼو خلکو غبرګونونه یې راپارولې وه خو بالاخره د هوکړې دغه جز هم ومنل شو. نظامي شنونکي وايي، مارشالي هغه نظامي ته ورکول کیږي چې له هېواده یې په میړانې دفاع کړې وي او پر دوی یرغلیز څو هېوادونه نیولې وي. د دې هوکړې د څار یو تخنیکي ډله ټاکل شوې چې د نقض په صورت کې به موضوع رسمآ منځګړي پلاوي ته رسوي. د دغې سیاسي هوکړې د اعتبار موده د روان حکومت د دورې تر پایه ده.

خبریال : بهادر خان / کابل

( ټول لیدونکې 98 , د نن ورځي لیدونکې 1 )