شنبه. Jun 6th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

امریکا کې اقتصادي فعالیتونه بیرته پیلیږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ویلي، د کورونا واکسین که وي یا نه وي غواړو بیرته خپل اقتصادي فعالیتونه پیل کړو او په ډېرو ایالتونو کې به خلکو ته اجازه ورکړل شي تر څو خپلو دندو او کارونو ته لاړ شي. د هغه په خبره چې امریکايي وګړو ته باید د کار زمینه برابره شي او اقتصادي فعالیتونه باید پیل شي.

ترمپ همدا راز د ډېرو طبي وسایلو او موادو د تولید سپارښتنه هم کړې ده او زیاته کړي ده په کور د ننه ټولې کمپنۍ باید د طبي وسایلو په تولید کې خپلې هڅې ډېرې کړي څو پر بهرنیو کمپنیو اتکا کمه شي. د امریکا ولسمشر دغه څرګندونې په داسې مهال کړي چې دغه هېواد د نوروو هېوادونو په پرتله د کورونا وبا له امله ډېر ځپل شوی چې تر دې دمه په کې له 90 زرو نه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی اوله یو نیم میلیون نه ډېر نور کسان پرې اخته دي.

( ټول لیدونکې 44 , د نن ورځي لیدونکې 1 )