سه شنبه. Jun 2nd, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

دفاع وزارت پکتیا او پکتیکا کې د لسګونه وسلوالو د وژلو ادعا کوي

دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې تېره شپه افغان ځواکونو د پکتیکا ولایت یوسف خېلو ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو پر یو مرکز برید کړی چې، پر مهال یې د دغې ډلې ۲۰ تنه وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان دي خبر پاڼه زیاتوي، چې تیره شپه د پکتیا ولایت په احمد ابا ولسوالۍ کې هم افغان ځواکونو د هوايي بریدونو پرمهال ۱۲ تنه وسله وال وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان دي. په خبر پاڼه کې داهم راغلي، چې د پکتیا په ډڼد پټان ولسوالۍ کې هم د یو برید پر مهال ۳ وسله وال طالبان وژل شوي او د یادې ډلې یو شمیر وسلې او وسایط هم له منځه تللي. تر اوسه وسلوالو طالبانو د افغان حکومت د یادو ادعاوو په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

( ټول لیدونکې 62 , د نن ورځي لیدونکې 1 )