سه شنبه. Jun 2nd, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

تور خم دروازه د موټرو او مسافرو د تګ ـ راتګ لپاره پرانستل شوه

پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د تورخم لار به هفته کې شپږ ورځې د سوداګریزو موټرو او یوه ورځ به مسافرو لپاره د تګ ـ راتګ اجازه ورکول کیږي.

همدا راز ویل شوي، چې هره شنبه به په افغانستان کې بند پاتې پاکستانیان او په دغه هېواد کې بند پاتې افغانان پر دغه لار تګ ـ راتګ کولی شي او یوازې د شنبې په ورځو کې به د خلکو د تګ راتګ لپاره پرانیستې وي. تور خم دروازه کې په داسې مهال نوي اقدامات تر سره کیږي، چې یاده دروازه د کورونا ویروس د خپرېدو راوروسته څو وار د افغان مسافرو پر مخ پرانستل شوې چې زرګونه افغان بند پآتي مسافر پرې هېواد ته راستانه شوي

( ټول لیدونکې 594 , د نن ورځي لیدونکې 1 )