سه شنبه. Jun 2nd, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

خلیلزاد دې د وسلوالو طالبانو د ملاتړ پر ځای پر افغان سوله کار وکړي

واشنګټن ایکزماینر ورځپاڼې د یوې نشریې په خپرولو سره ویلي، چې زلمی خلیلزاد دې د وسلوالو طالبانو د ملاتړ پر ځای د سولې لپاره خپلې هڅې چټکې کړي. خلیلزاد څو ورځې وړاندې په یوه مرکه کې ویلي وو، چې طالبان هوکړې ته ژمن پاتي شوي او خپل بریدونه یې کم کړي، ایکزماینز زیاتوي، خلیلزاد د وسلوالو طالبانو په ورستیو بریدونو سترګې پټوي. همدا راز دا نشریې زیاتوي له هند د امریکا هغه غوښتنه هم غیر معقوله ده چې ویلي یې وو نوی ډهلي باید له طالبانو سره مخامخ اړیکه ټینګه کړي

( ټول لیدونکې 181 , د نن ورځي لیدونکې 1 )