وروستي خبرونه

افغان کرېکټ بورډ پر شفیق الله شفق د فساد په تور شپږ کاله له کرکټ منع کړ

افغان کرېګټ بورډ څخه په خپره شوي خپر پاڼه کې راغلي، د ملي لوبډلی پر لوبغاړي شفیق الله شفق د فساد پر وړاندې د مبارزې کوډ له اصولو د سرغړونې له امله پر نوموړی د هر ډول کرېګټ نه کول له بندیز سره مخ کړ. خپر پاڼه زیاتوي، چې پر نوموړي دغه سرغړونې د افغانستان غوره لیګ د لومړي پړاو ۲۰۱۸ کال سیالیو کې د لوبو لپاره د جوړ جاړي منلو هوکړې او همدارنګه د بنګلدېش د ۲۰۱۹ کال غوره لیګ سیالیو کې تر سره کړي دي، چې له همدې امله به نوموړی په راتلونکو شپږو کلونو کې د هېڅ ډول کرکټ اجازه ونه لري. خو د کرېګټ چارو یو شمېر څارونکو د کرېګت بورډ له غي پریکړي سره مخلافت ښودلي او ویلي دي چې کرېګټ بورډ ځینو لوبغاړو ته داډول قضې جوړوي او پرځای یې خپل خپلوانو ته زمینه سازي کوي.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008