چهارشنبه. Apr 1st, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

پاکستان به د ډېرو قرضو اخېستلو له امله د زوال سره مخ شي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د خزانې وزیر پارلمان ته ویلي، چې په تېرو پنځلسو میاشتو کې یې پور نږدې څلوېښت سلنه لوړ شوی دی.

د دغو رسنیو د راپورونو له مخې یاد وزیر زیاته کړې، چې که اخېستل شوې قرضه په سم ډول په لګښت ونه رسي، نو د اقتصادي ستونزو سره – سره به پاکستان په خپلو بهرنیو پالیسیو کې د نورو خلکو د خوښۍ لپاره ښکار شي.

په دغه هېواد کې د اقتصادي چارو یو شمېر پوهان بیا په دې باور دي، چې دغه ډول په دوامدار ډول د قرضو اخېستل به د پاکستان بنسټونه ونړوي.

پاکستان چې د افغانستان په ګډون د ځینو هېوادونو له لوري سیمه کې د ګډوډۍ پر اچولو تورن دی، ډېر کله د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو له لوري تر سختو نیوکو لاندې هم راغلی دی.

( ټول لیدونکې 753 , د نن ورځي لیدونکې 1 )