وروستي خبرونه

که هوږه په خالي معده وخورو، په بدن کې به مو څه پېښ شي؟‎

ژباړه: رحمت الله محمد

هوږه سره له دي چې د خوړو په خوند ښه اغیز کوي، د هغه تر څنګ ډېري ګټې هم لري. هوږه په معمول ډول د بېلابېلو نارغیو د درملني په موخه هم کارول کيږي لکه: آنفلونزا، د ویني فشار، ډیابټ، د زړه ناروغي، د زړه حمله او داسي نور…

زیات کسان د ویني فشار لپاره په مسلسل ډول له هوږي څخه ګټه اخلي.

څېړنو ښودلي چې که له ډوډۍ مخکې یا په خالي معده هوږه وخوړل شي نو په معده کې به بکتریاوي له منځه یوسي.

هوږه یو ډول شیمیایي ماده د آلیسین په نوم تولیدوي چې د ځینو ناروغیو لپاره ډیره ګټوره ده. که چیرته هوږه په تشه معده وخوړل شي نو دا ماده به وکولای شي په معده کې مضري بکتریاوې په سم ډول تشخیص او له منځه یوسي چې دا د زیاتو ناروغیو لپاره ګټور ده.

هوږه د معدي د ځیني ناروغیو لکه هاضمه او اشتها لپاره هم ګټوره ده. همدارنګه د استرس د کنټرول لپاره هم زیاته ګټوره ده.

هوږه د بدن د دفاعي سیستم لپاره ډیره ګټوره ده، هغه کسان چې د بدن دفاعي سیستم یې ضعیف وي باید له هوږي څخه زیاته ګټه وکړي. دا چې د کووید ۱۹ ناروغۍ هم په هغه کسانو چې د بدن دفاعي سیستم یې ضعیف ده بد اغیز کوي، نو له دي ویروس څخه د مخنیوي په موخه هم باید له هوږي څخه زیاته ګټه واخیستل شي.

همدارنګه هوږه د ځینو نورو نارغیو لکه تبه، ټوخی، سردردي، د معدي درد، روماتیسم، نفس تنګي، د ویني ټیټ فشار او داسي نورو لپاره ګټوره ده.

 د استرس او ستړیا لپاره هم هوږه ښه پایله ورکولای شي.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008