وروستي خبرونه

د پرله پسې تېروتنو ترخې تجربې | لېکنه: محمد اسمعیل یون

اشتباه یا تېروتنه د یو کس هغه عمل دی چې ضرر په کې حتمي متصور وي ، یانې تر خیانته یې د خطر کچه کمه ده خو ضرر دی.

تېروتنه کله کله بېرته جبرانېږي ، خو خیانت بیا د جبران قابلیت نه لري. اشتباه چې خپل وروستي حد ته ورسي او یا څو ځله تکرار شي ، نو بیا دخیانت حد ته رسېږي. سیاستوال که وړه اشتباه هم وکړي ، نو د خطر ګراف یې ډېر ژر د خیانت برید ته پورته کېږي. کله کله دا تېروتنه دومره ګرمه وي چې نه یوازې د ملت د سوځېدو په قېمت تمامه شي ، بلکې د هغه شخص د بربادۍ او مرګ سبب هم شي. د ډاکتر نجیب الله غټه تېروتنه دا وه چې د خپل منظم دوه سوه کلن پوځ تر څنګ یې نا باوره سیمه ییزې ملېشې جوړې کړې او هم یې خاص ګارد او استخباراتي ارګان له ملت ضد او پښتون ضد عناصرو ډک کړ او خپل طبیعي متحدین یې له سیاسي او پوځي پلوه حاشیې ته کړل. دا کار د ده د کورنیو او بهرنیو مخالفینو له خوا د دې سبب شو چې لومړی د تڼي په نامه یوې کودتا ته لاره اواره کړي او بیا نور پلانونه عملي کړي. تر دې کودتا وروسته د ډاکتر نجیب ټوله شاو خوا د چپي ستمي افکارو واکمنو محاصره کړه، عبدالحمید محتاط چې د پنجشېر اوسېدونکی او د مسعود خاص ارتباطي و ، د ده مرستیال و، نبي عظيمي ،سید کیان، دوستم او د ستم او پرچم نورې پښتون ضد او هېواد ضد ډلې په پوره واک وې ، په پای کې ډاکتر نجیب په خپل حاکمیت کې له خپلو طبیعي متحدینو څخه دومره لرې شو چې همدې افغان ضد ډلو په اسانۍ سره له هوايي ډګره را وګرځاوه او بیا له هغه دردونکي برخلیک سره مخامخ شو ، چې نه یوازې دی او ورور یې قرباني شول ، بلکې ټول افغانستان ور سره تباه شو. ډاکتر نجیب خپلې دې تېروتنې ته هغه وخت متوجه شو چې د ملګرو ملتو په دفتر کې یې د بندي په توګه شپې ورځې تېرولې، دی که دا مهال ډېر خواشینی هم و ،خو اوبه له ورخه تېرې وې. د کرزي صیب تر مشرۍ لاندې د ده د حاکیت په ټوله موده کې بیا هم اصلي واک د نظار شورا پر محور راڅرخېده ، په پیل کې( اته سوه دوه دېرش )مهم ریاستونه یوازې د پنجشر درې د نظار شورا په لاس کې وو، احمدضیا مسعود، فسیم فهیم، امرالله صالح او نورو په کې د واک ژرنده چلوله.

کله چې ډاکتر اشرف غني د (۲۰۱۴ م)کال ټاکنو ته ځان نوماند کړ ، نو د ټولو هیله دا وه جې تر بریا وروسته باید ژر تر ژره د نظار شورا او بیا د ځینو نورو جنګسالارانو لمنه ټوله کړي. که څه هم دا مهال د غني په ټاکنیز ټکټ کې جنرال دوستم د غني لومړی مرستیال و، خو ملت د غني دا ناعادلانه مجبوریت درک کړ او ده ته یې رایه ور کړه، غني د خپل شعار او ژمنې خلاف له عبدالله سره ګډ حکومت جوړ کړ او پر دې سربېره یې احمد ضیا مسعود هم خپل فوق العاده استازی وټاکه. ما او زما ملګرو چې غني ته تر هر چا زیات کمپاین کړی و، د غني پر دې عمل که د هر مجبوریت له مخې و ، اعتراض وکړ او دا کار مو خپله غني او بیا ټول افغانستان ته په زیان وباله، موږ غني ته په ټینګه وویل چې دا ډله به د پنځو کلونو په بهیر کې د سر په کاسه اوبه در کړي ، دوی به له دولتي امکاناتو ناوړه ګټه پورته کړي او راتلونکې ټاکنې به بیا له ننګونو سره مخ کړي. دا مهال نو د جمهور رییس غني په دربار کې غوړه مالان دومره لوړې کچې ته رسېدلي وو ، چې غني یې په تصنعي ډول جامع الکمالات ګاڼه او د ټولو هغو هېوادوالو مخه یې ډب کړي وه چې د غني خواخوږي او پر ملي ګټو مین وو.

غني له خپل ولسه ښه پوره منزوی شو ،خو ده ته لا هم هماغسې تلقین ورکول کېده چې ته د ټول هېواد بې بدیله محبوب ولسمشر یې. په همدې معلوماتي خلا کې یې ټاکنو ته مخه کړه ، موږ که هرڅومره جغې ووهلې چې عادلانه ټاکنو ته زمینه برابره نه ده ، لومړی سوله او بیا ټاکنې غوره کړه، تر هغه چې سوله راځي ته غیر له هغې هم ولسمشر یې او که بیا هم ټاکنې سل په سلو کې حتمي او ضروري ګڼل کېږي، نو بیا داسې تیاری ورته ونیسه چې لږ تر لږه اویا سلنه رایې وګټې چې هېڅوک در سره بیا په حاکمیت کې د شراکت جرات و نه کړي. په دې برخه کې مو مشخصه طرحه هم ورکړه ، خو دوی د دې پر ځای چې مننه وکړي عصبانیت یې نور هم زیات شو. اوس نو دا دی یو ځل بیا دی او ملت ټول په یو رنځوونکي حالت کې دي. بیا بېلابېل مجبوریتونه پلمه کېږي ، د ګډوله حکومت او ان تر هغه خطرناکه تجربه تکرارېږي ، عجیبه تصادف دی، ډاکتر نجیب به هم مسعو او دوستم ته همغه خلک د جرګې لپاره لېږل چې ده او ټول هېواد ته یې کنده اېستله؛ محتاط او جنرال عظیمي به یې ورلېږل ، د کرزي صیب مذاکراتي ټیمونه به هم د احمدضیا مسعود او فهیم له خوا غوره کېدل ، اوس نو د غني په استازۍ هم سرور دانش او امرالله صالح د غني د پلویانو ، پښتنو او ټولو افغانانو په استازۍ د عبدالله له ټیم سره د واک د وېش پر سر چنې وهي!؟ مانا دا چې امرالله صالح د عبدالله او سروردانش د خلیلي سرسخت مخالفین دي !؟ ځینې سیاسي احمقان لا اوس هم په دې تلقین خپل زړه ګرموي.که همدا چنې په همدې ډول روانې وې، نو پنځوس سلنه خو د عبدالله د ټیم برخه شوه، شل په سلو کې د امرالله صالح ، شل سلنه د دانش او لس سلنه هم د غضنفر او نورو نازولو ، نو غني او پښتنو ته په کې څه پاتې شول چې بیا هم دا لوی او مظلوم قوم ورته د یوه ډاډ او ارمان په توګه وګوري؟ سربېره پر پورته امتیازاتو به ډاکتر عبدالله د سولې یا پوخلاینې شورا مشري هم اخلي ، پرېکړې به یې هم الزامي وي ، نو دا خو یو څرګند حقیقت دی چې نه عبدالله او نه امرالله له طالبانو سره سوله غواړي، دوی وایي چې طالبانو سره سوله د دوی (( د جهاد او مقاومت د ارزښتونو مخالف کار دی)) ، نو جګړه به دوام پیدا کوي ، پښتانه به په حکومت کې د فوق العاده محرومیت له کبله په جبري ډول د طالبانو د ملاتړ لمنه نیسي ، امریکایان به د روسانو په شان له جګړې ستړي کېږي ، طالبان به لوی ښارونه او بیا کابل نبسي ، یو ځل بیا به د شلو کلونو په بهیر کې دا ټول رامنځته شوي پرمختګونه له خاورو سره برابرېږي، افغانستان به بیا د اوږدې کورنۍ او نیابتي جګړې غېږې ته لوېږي ، نو مخکې تر دې چې هېواد بیا دغسې

One comment

  • محمدعارف

    May 13, 2020 at 3:07 AM

    حقيقت هم داسي ده بايد فشتون قوم اوسني حالت تير حالت ته فه كتو سره خفل منز كي سره يوشي تَر سو يو دحل لاره اوباسي سي دوطن اوقوم فه خير وي

    Reply

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008