وروستي خبرونه

طالبانو سره جګړه وشي که سوله؟ | لېکنه: محمد اسمعیل یون

د سولې بحث چې کېږي باید د افرادو ، ګوندونو ، ډلو ټپلو تر تعریفونو ، لیدلوریو او ګټو پورته مطالعه او وڅېړل شي. سوله زموږ پرون ضرورت هم و ، د نن هم دی او د سبا به هم وي، خو داسې ډلې شته چې نه یې پرون سوله غوښتله ، نه یې نن غواړي او نه به یې هم سبا ته وغواړي ، نو ځکه خو د سولې په باب د عام ولس او جګړه مارو ډلو تر منځ د نظر او عمل اختلاف موجود دی.
اوس راځو په افغانستان کې د جګړې د ګټنې څرنګوالي ته: چا ، چېرې او څنګه جګړه ګټلې ده؟
د افغانستان په تاریخ کې د جګړې عمومي قاعده او فورمول دا دی چې تقریبا” ټولې هغه جګړې افغانانو ګټلې چې د دین او مذهب په نامه یې کړي دي. د مرهټه وو ، انګرېزانو، شوروي او اوس د امریکې خلاف یې جنګونه غوره مثالونه دي او نږدې ټول هغه جنګونه یې بایلولي چې دوی له هممذهبو مسلمانانو سره کړي دي. څرګندې بېلګې یې د روښان ، خوشال ، ایمل خان او نور تحریکونه دي چې د همدینه مغلو پر وړاندې جنګېدل.


اوس طالبان د مذهبي جنګ پر دریځ ولاړ دي ، دا چې دوی په دې حالت کې په حقه دي او کنه دي ، هېواد ته ګټه لري او که نه؟ دا یو بېل سوال دی چې جلا بحث غواړي ، خو دوی اوس د یو مذهبي تلقین او انګېزې له مخې جګړه کوي ، چې دوی ورته جهاد وایي. په مقابل کې یې جنګېدونکي سرتېري یو څه ملي او یو څه د ولسواکۍ شعاري روحیه لري ، چې دا حالت د مذهبي روحیې پر وړاندې ، زموږ په شان په یوه مذهبي ټولنه کې د جنګ توان نه لري. دولتي عسکر مجبور دي د څو تنو نامتجانسو واکمنو د قدرت د ابقا لپاره قرباني شي او له یو ټاکلي معاش پرته نور کوم غټ امتیاز ورته نه تر سترګو کېږي . البته ګڼ شمېر سرتېرو کې د وطنپالنې روحیه هم په څپو ده ، خو دا روحیه هم په حکومت کې د واکمن فساد له امله تر سخت رواني فشارلاندې ده ، په مقابل کې طالب که دلته څه لري کنه خو د حورو او غلمانو په مینه مست او د جنت د لایتناهي امتیاز په لټه کې دی. د دولت اردو د یو منظم او با مسولیته لښکر په توګه چې هم باید عامه نظم وساتي او هم ټولګټي تاسیسات ، په یو خورا مشکل دریځ کې دی. په مقابل کې طالبان د یوې بې مسولیته او ناثابتې چریکې ډلې په توګه د دې وس لري چې په کمو تلفاتو او کم لګښت هر ډول تخریبي عمل تر سره کړي . د ساري په توګه د کابل ـ جلال اباد د لارې د امنیت د تامین لپاره په زرګونو دولتي ځواکونو ته اړتیا ده ، خو د ناامنۍ او اخلال لپاره یې یوازې پنځه تنه طالبان بس دي. دغه راز پر همدې لاره د یو پول د جوړېدو لپاره میلیونونو ډالرو او کلونو وخت ته اړتیا ده ، خو مخربین بیا خپل کار یوازې په سلو ډالرو په لسو دقیقو کې تر سره کولای شي. د اوسنۍ جګړې په ترڅ کې پر اقتصادي زیانونو سربېره هره ورځ د جګړې د انساني قربانیو کچه لږ تر لږه پنځه سوه کسانو ته رسېږي. دا چې دې جګړه کې څوک ملامت دی که څوک سلامت ؟ دا پوښتنه یو بې طرفه هر اړخیز بحث ته اړتیا لري ، خو اوس موږ په داسې یو حالت کې یو چې مخکې تر دې چې د تور او سپین د معلومولو حد ته ورسېږو ، اول باید د جګړې د بندولو پر لارو چارو غور وشي. د یو بامسولیته دردېدلي افغان په توګه مې خپل افغاني مسولیت وګاڼه چې د سولې لپاره لارې ګودرې وګورو. لومړی مې د حکومت په استازۍ د ملي امنیت شورا سلاکار ښاغلي (ډاکتر حمدالله محب) او ځینو نورو دولتي چارواکو سره خبرې وکړې او ورته ومې ویل چې کېدی شي له څو تنو نورو افغانانو سره یو ځای قطر کې طالبانو سره وګورو او د سولې په باب د هغوی پر نظریاتو پوه شو ، د هغوی نظربات تاسو او د تاسو بیا هغوی ته ورسوو ، که خدای وکړي ورو ورو د دواړو خواوو په نظریاتو کې نرمښت راشي او یوه افغاني حل لاره راووځي، خو مشوره مې درسره ځکه وکړه چې که ستاسې خوښه نه وي ، نو زه دې غونډې ته نه ځم ، خو پر بل چا هم د تګ او نه تګ ټینګار نه کوم، داسې نه وي چې هلته زه د سولې او وطن د خیر لپاره لاړ شم او بیا دلته ستاسې اومغلن خیاطان کنځلو ته کش ورکړي. د دې خیاطانو سابه خو زه په مالګه کولای شم ، خو دلته بیا مشکل دا دی چې د دې ډول جنجالونو ګټه بیا تاسو سره په حکومت کې شاملو جنګسالارانو ته ځي . زه نه غواړم چې له دې ناندریو هغوی ګټه پورته کړي.


ډاکتر صیب محب ما ته په ډېره سړه سینه وویل ، چې لاړ شه د جمهور رییس په استازۍ هم درته وایم چې لاړ شه ، دولت ددې خبرو ملاتړ کوي او دا یو ښه کار دی ، هیله ده چې دا خبرې نورو خبرو ته لاره اواره کړي.
موږ له نورو ملګرو سره چې هر یو د خپل ځان استازولي کوله ، په قطر کې له طالبانو سره وکتل ، ښې تفصیلي خبرې مو ورسره وکړې ، خوږې او ترخې ټولې خبرې په کې تبادله شوې .طالبان که څه هم له لرې یوازي جنګي او مذهبي ډله ښکاري ، خو سخت د جرګو او مرکو او د دوی په اصطلاح د انډیوالۍ خلک دي ، زموږ ترخې خبرې یې هم وزغملې او په اتو مادو کې مو ترې یو لیکلی ژمنلیک تر لاسه کړ. له طالبانو سره د خبرو تر ټولو مرکزي ټکی دا و چې د امریکایانو تر احتمالي وتلو وروسته د ډاکتر نجیب د وخت په شان باید یو ځل بیا حکومت او پوځ و نه پاشل شي ، بیا خپلمنځي جنګ او دغه راز د ایران او پاکستان نیابتي جګړه پیل نه شي. د پوځ او حکومت اساسات باید جوړ پاتې شي او تېر حالات باید په هېڅ ډول تکرار نه شي. دې اصل سره طالبان هم موافق وو ، خو ویې ویل چې دا ټول مسایل به په بین الافغاني خبرو کې څېړو ، خو په هېڅ وجه د دې اجازه نه ورکوو چې د نویمو کلونو پېښې بیا تکرار شي. د طالبانو ډېرې نورې خبرې هم وې چې د افغان حکومت او په هغه کې د راټاله شویو ډلو له نظریاتو سره یې جوت توپیر او اختلاف درلود ، خو موږ ته له دې مجلسونو دا پته ولګېده چې که افغانان د زړه له کومې خبرو ته کېني ، نو که هر څومره سخته غوټه وي دوی ورته یوه حل لاره را ایستلای شي. همدې هیلو سره کابل ته راغلو ، د یو خبري کنفرانس له لارې مو د دې خبرو جزیات له هېوادوالو سره شریک کړل او د دې تر څنګ مو خپل یو تحلیل هم ور سره ملګری کړ، له ښاغلي محب سره مې یو ځل بیا وکتل ، دا تحلیل او د خبرو اترو جزیات مې ورسر شریک کړل، ځینو نورو دولتي چارواکو، پخواني ولسمشرحامد کرزي، محمد حنیف اتمر او ځینو نورو سیاسیونو ته چې لېوالتیا یې لرله ، ټولو ته مې ورته جزیات ور کړل. خو کابل ته زموږ له راتګ سره سم د بېلابېلو کنځلامارانو د کنځلو باران پیل شو او بیا تر ننه پورې دوام لري ، ولې ؟ دا جرم مو کړی چې طالبانو سره مو کتلي دي. هغه هم د سولې لپاره. که طالبانو سره کتنه هغه هم د سولې لپاره کوم جرم وي ، نو دا جرم خو تر ټولو دمخه احمدشاه مسعود کړی چې میدانشهر کې یې طالبانو سره وکتل ، بیا اشرف غني ورسره پر ۲۰۱۴ م کال پټ په دوبۍ کې وکتل او هغوی سره یې پخې ژمنې وکړې ، خو هېڅکله یې عملي نه کړې.

معصوم ستانیکزي ، اکرم خپلواک او نورو دولتي مامورینو څو څو ځله پټ له طالبانو سره کتلي ، خو نه یې ولس ، نه یې د ولس استازي او نه یې رسنۍ له جزیاتو خبر کړي دي، د نظار شورا او د ټلوالې نورو غړو هم له طالبانو پټې لیدنې کتنې لرلې دي ، خو چې موږ ورسره وکتل ، هغه هم د سولې په خاطر ، نو د کنځلو باران شروع شو. پټه دې پاتې نه وي چې ما او ډاکتر صیب غني پر ۲۰۱۴ م کال د ده په کور کې د ولسمشرۍ تر ټاکنو وړاندې د ده د احتمالي بریالیتوب په حالت کې له طالبانو سره د خبرو پر میکانیزم هر اړخیزې خبرې کړې وې او هغه مهال ده زما ټول نظریات په ورین تندي ومنل او ویې ویل چې دا ډېر دقیق دي او عملي جنبه لري.خو اوس له طالبانو سره یوازې د سولې په خبرو موږ سوچه طالبان شو؟ بله ورځ به وايې چې تاسې شورای نظار کې هم یاستئ ، ځکه چې عبدالله سره مو د ملي هویت د تذکرو په باب کتلي وو. خو دوی چې ور سره شپږ کاله د ګډوله حکومت تر بړستنې لاندې تېر کړل ، هغه عیب نه دی.


موږ ته د طالبانو د ترخه نظام وخت هم ښه یاد دی ، خو که دا نظام هر څومره تریخ و، بیا هم د جمعیت تر شر او فساده ډېر ښه و. په شلو کلونو کې مو د ورستې او کږې وږې وارد شوې دیموکراسۍ تر چتر لاندې د بېلابېلو لنډغرو واکمني هم ولیدله ، ان چې د دوو منتخبو جمهور رییسانو عکسونه یې د دوی د سترګو پر وړاندې و ویشتل ، خو دوی پورته ورته نه شو کتلای ، خو موږ په تش لاس او د خپل ولس په همت د لنډغرو مخ ته ودرېدلو او د دې ښاغلو ملاتړ مو هم وکړ. تاریخ دا ټول هر څه څاري. موږ طالبانو سره ځکه وکتل چې د نظام د اډانې او پاشنې مخه ونیسو ، که د سولې خبرې بریالۍ نه شي او طالبان د جنګ له لارې واک ته ورسي ، نو یو ځل بیا به د نویمو میلادي کلونو کیسه تکرار شي، بیا به جګړه وي او بیا به مهاجرتونه، خو که طالب د سولې له لارې راشي او ټول په ګډه داسې یو نظام جوړ کړي چې نه په کې دا ورسته او چینجه دیموکراسي وي او نه د طالبانو داسې اسلامي امارت چې له طالب پرته په کې نور په نوم مسلمان ته ځای نه وي ؛ میم زر ما ټوله د ملا. نو که یو منځنی حد وي داسې یو حالت به د ولس په ګټه وي.
ځیڼې کرایي لیکوال او اومغلن غربپلوي لا په کې دا خبره هم تاووي چې څنګه کېدی شي یون دې پر یو وخت هم د طالبانو پلوی وي او هم د پښتون ژغورنې غورځنګ؟؟ دا خو دواړه متضاد حرکتونه دي ، اول تاسو ته چا ویلي چې زه د طالبانو پلوی یم ، زه نه طالب یم او نه د طالبانو پلوی ، خو په زغرده وایم چې زه د پښتون ژغورنې غورځنګ کلک ملاتړی یم، طالبانو سره مې په دې خاطر وکتل چې دغه ګډوله او وروست حکومت د بهرنیانو له مرستې پرته خپله بقا نه شي ساتلی ، که طالبان یې په زور ونیسي هر څه به ګډوډ وشي. د دې حکومت حالت ته چې سړی ګوري دا ګومان یې په پاخه باور بدلېږي چې که بهرنیان ووتل او خبره جګړې ته لاړه ، نو داسې یو حالت د طالبانو په ګټه تمامېدی شي ، خو د ولس په ګټه نه. دا پوځ فکر نه کوم چې بیا د امرالله ،عبدالله ،ډاکتر غني ، محقق ،خلیلي ،عطا او څو نور غربځپلو د مستیو د تامین لپاره قرباني ورکړي. زما له زړه نه وینه څاڅي چې د خپل پوځ د نښتر نښتر او ګلاب ګلاب ځوانانو جنازې ووینم ، پر تنکیو تنکیو طالبانو مې هم زړه سوزي چې ولې بې ځایه قرباني شي.
یوه ورځ راته یو پخواني طالب پټ په غوږ کې وویل ، کله چې موږ په پاکستان کې سبقان ویل ، نو د هغوی پوځ چې به دې لیدی پاکې پاکې دریشیانې به یې اغوستې وې ، ما ته به ارمان راغی چې کاشکې موږ هم یو وخت داسې ښکلی پوځ ولرو، هغه وخت کابل کې تنظیمي جنګونه وو ، زموږ پوځ پاشل شوی و، اوس چې کابل کې دا ښکلي او لوکس پوځیان ګورم مینه مې پرې ماتېږي.
زه دغسې یو افغانستان غواړم چې طالب مشران دې هم لکه دا نور تنظیمي مشران په حکومت کې ونډوال وي او واړه طالبان دې بالا خپل سبقان پوره کړي او زموږ پوځ دې لاپسې اصلاح او غښتلی شي. که چېرته زموږ پوځ په کورنۍ جګړه کې راګیر نه وای او یوازې پاکستان ته اوزګار وای ، نو بیا پاکستان راڅخه اویازره بېګناه پښتانه شهیدانولای شول؟؟ که رابطو او پېغورونو ته دوام ورکړو ، نو دلته هېڅ داسې ممیز نه شته چې بېخ کې ډکی و نه لري. پر طالبانو تر ډېره حده د پاکستان د ملاتړ تور دی او پر دې نورو واکمنو بیا د څلوېښتو نورو هېوادونو. که یوه شېبه فکر وکړو ، دا څلوېښت هېوادونه د طالبانو پلوی وکړي او پاکستان د دې حکومتي چارواکو ، نو د دې حکومتي چارواکو بسترې به جېرته پرتې وي؟ دلته باید دا واقعیت ومنو چې دلته ضرور څه داسې نقیصي شته چې دوی له دې دومره نړیوال ملاتړ سره سره بیا هم د پاکستان یو جاسوسي سازمان ته غاښ ماتوونکی ځواب ور نه کړای شو. په محقق،عبدالله ،خلیلي ، رباني او نورو دا ځواب ورکوئ؟ عجیبه خبره دا ده چې د جنګ او سولې ،ابادۍ او بربادۍ ، خپلواکۍ او بلواکۍ ، توراوي او سپیناوي کیلیانې له همدغو ښاغلو سره دي.


هغه څوک چې د جنګ د ګرمولو خبرې کوي هغوی یو هم د جګړې لومړۍ کرښه نه ده لیدلې ، له طالبانو یې د ځان لپاره یوه عایداتي پروژه جوړه کړې ، له امریکا څخه چغې وهي ورځئ پرې ، که تاسې رښتیا هم د جنګ دومره شوقیان او مېړني یاست نو راشئ د جنګ لومړۍ کرښې ته لاړ شئ ، بیا مو پر فیسبوک د خپلې بهادرۍ اصلي تصویر هم واچوئ ، د جنګ خبرې خوږې وي ، خو ډګر او عمل یې ډېر تریخ وي.کله چې درجن درجن جنګسالاران د حکومت پر مهمو څوکیو واکمن وي ، نو بیا طالبانو ته ولې قانون او ولسواکي پلمه شي ؟ ایا ملا عمر او قومندان دادالله تر رباني ، مسعود ، دوستم ،سیاف ، مزاري ،حکمتیار او نورو ډېرو زیات دا وطن وران کړی، ایا ( ای،ایس،ای) سره یې تر دوی زیات روابط درلودل؟ اصلي انصاف خو به دا وای چې دوی او دوی ته ورته نور جنګیالي یو هم په حکومت کې نه وای ، خو چې تر ټولو ستر خاینین تر ټولو زیات په درانه نامه یادېږي ، نو دلته بیا د حقیقت بیان ته ډېره اړتیا پېښېږي. بیا هم تر ټولو لومړی افغانستان ، بیا سوله او بیا لوی افغانستان .

3 comments

  • Nasratullah Hematzai

    May 6, 2020 at 12:35 PM

    يون صاحب محترم زرينو کرښو ته مو اشاره کړې!
    خو دلته اساسي مشکل دا ده چې هيواد کې څو محدودو کسان د سولې تر شعار لاندې سوله نه غواړي کنه يې ښه مثال يې د اروپايي او نورو بې تجربې او له حقيقت څخه ليرې کنځل مارانو په همدې دنده ګمارل دي لکه څنګه چې تاسو ورته اشاره کړې.
    بله خبره دا چې ولس په دې پوهيږي چې دا حکومت د امریکا تر انحصار لاندې هر کار ته ژمن ده نو لمړى بايد په امريکايي اړخ تنقيد وشي تر معاهده کې کړو ژمنو ته وفادار پاتې شي.
    حکومت که رښتیا سوله غواړي روزانه چې 30 يا 50 بنديان خوشې کوي ولې پر ځاى پروسه نه ګړندۍ کوي تر څو تر يو حده انسانيت هم وژغورل شي او سولې ته هم زر نږدې شو.
    کنه د راتلونکي بحران ټول مسولیت د دولت او مريکا په غاړه ده

    Reply

    • Nasratullah Hematzai

      May 6, 2020 at 12:41 PM

      دا چې د افغانستان حکومت د امریکا په واسطه يو جوړ شوى حکومت ده او د مقابل اړخ تقریبا 90 فيصده بنديان هم د امریکایانو په لاس زيندانونو ته اچول شوي نو امریکا باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د مقابل طرف بنديان خوشې کړي او دوه مخي سیاست ته يې باید ځاى پاتې نشي.
      تر هغه وروسته انشاالله د افغانستان ټول وګړي مسلمانان دي او اسلامي نظام غواړي او انشاالله چې مذاکراتو کې به کوم خڼد واقع نشي

      Reply

  • ساحل سروری

    May 7, 2020 at 3:07 AM

    یون صاحب ډېر منطقی تحلیل مو کړی
    خو که لاړی گوره دا دې حمید گل سکه زامنو ته ووایه چې دی الله پر روی نور دا جنگ بند کړی اوربند وکړی یا اورکم
    اوس خو امریکا هم ځي نو جنگ ولې

    Reply

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008