وروستي خبرونه

د روژې روغتیایي ګټې

ژباړه: رحمت الله محمد

روژه نیول د روژي په میاشت کې زیاتې دنیوي او اخروي ګټې لري، چې په دنیوي ګټو کې یې د انسان د بدن او رواني روغتیا شامله ده،  چې نن ورځ طب د وخت په تیریدو سره د روژي د ګټو په اړه زیات کشفیات کړي دي.

ډاکتران وایې: روژه نیول یعني د کال په مشخصو ورځو کې کم خوړل او کم څښل چې دا خپله د انسان د روغتیا لپاره په ځانګړي ډول د معدي او هضمي ناروغیو لپاره ډير ګټور دي، چې د پخواني او اوسني طب پام یې ځان ته اړولی دی.

ځیني ډاکتران باور لري چې ځیني هغه ناروغۍ چې د دوا په وسیله یې درملنه نشو کولای، د روژي له لارې د هغو ناروغیو درملنه په ډيري اسانۍ سره کیدای شي.

روژه د سرطان لپاره هم ګټوره ده؛

ځیني ډاکتران وایې: سرطان له مکربونو سره د زیاتو اړیکو په پایله کې رامنځته کیږي، چې لمړی کوچنی وي او په دې ناروغۍ اخته کس هغه نشي تشخیصولای، خو کله چې لوی شي نو بیا یې درملنه نه کیږي.

خو د سرطان په لمړیو کې کله چې دا ناروغۍ تازه پیدا شوي وي، که یوه یا دوه اونۍ روژه ونیول شي نو کیدای شي چې دا ناروغۍ په لمړیو کې لا له منځه لاړه شي.

همدارنګه د روژي هغه ګټې چې په وروستیو کلونو کې کشف شوي دي، هغه دا دي چې روژه کولای شي د انسان د زړه له ناورغیو څخه مخنیوی وکړي.

روژه له بدن څخه د مضرو (Toxins) مالیکولونو د پاکولو لامل کیږي، چې دا خپله د ډیرو ناروغیو درملنه کوي. همدارنګه له اته ساعتونو روژي وروسته بدن په ځګر کې له یولس میاشتو ذخیره شویو ګلوکوز څخه ګټه اخلي، چې دا هم د ذخیره شویو موادو د تصفیه کولو لامل کیږي، چې بدن له بېلابېلو ناروغیو څخه ساتي.

ځیني ډاکتران وایې چې که روژه تر یوي میاشتي زیات وخت دوام وکړي نو بیا د انسان د بدن چربي ختمیږي او دا د انسان روغتیا ته لوی زیان اړوي. نو له دې امله اسلام هم د انسانانو لپاره یوه میاشت روژه نیول ټاکلي دي.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008