وروستي خبرونه

د کورونا واکسین یا درمل به څه وخت جوړ شي؟ | رحمت الله محمد

کورونا هغه نوم دی چې په دې وروستیو کې یې د ټولي نړۍ پام ځان ته اړولی دی، دا ویروس چې پنځه میاشتي وړاندي د چین په ووهان ښار کې د لمړي ځل لپاره خپور شو، اوس یې په نړۍ کې تر دری نیم میلیونه زیات کسان نیولي دي.

خو پوښتنه دا ده چې کله به دا ناروغي ختمیږي؟ د دې ویروس د ختمیدو یوازنۍ لار د دې ویروس لپاره د واکسینو یا درملو جوړول دي. خو کله به یې درمل یا واکسین جوړیږي؟ اوسمهال د نړۍ په سطحه ټول مشهور انستیتیوتونه په دې لټه کې دي تر څو د یادي ناروغۍ لپاره واکسین یا درمل جوړ کړي، او اوسمهال په نړۍ کې تر ۶۰ زیات ډوله واکسین د آزمایښت په حال کې دي.

کله چې د یو ویروس لپاره واکسین یا درمل جوړیږي نو هغه درمل د لمړي ځل لپاره په حیواناتو ازمایل کیږي، که یې پایله مثبته وه نو له هغه وروسته په انسانانو آزمایل کیږي، که یې بیا هم پایله مثبته شوه له هغه وروسته نړۍ ته وړاندې کیږي. ساینس پوهان آټکل کوي چې د ۲۰۲۱م کال تر منځنیو میاشتو پورې به حتمن د دې ویروس ضد واکسین او درمل شتون ولري.

خو که د کوم ډول واکسینو پایله مخکې لا مثبته ثابته شي، نو له هغي ورځي وروسته تر یوي میاشتي پورې به نړۍ بیرته خپل عادي حالت ته راوګرځي. په امریکا کې ځیني هغه انستیتیوتونه چې د دا ډول واکسینو او درملو په جوړولو کار کوي وایې: د یوه ویروس لپاره هغه وخت درمل یا واکسین جوړیږي کله چې هغه په سم ډول وپیژندل شي. نو مونږ تر دي مهال کورونا ویروس لا په مکمل ډول ندی پیژندلی.

د دوي په خبره چې د واکسینو یا درملو تر جوړولو پورې زیات وخت ته اړتیا ده، او له دې ویروس سره د مبارزي تر ټولو غوره لار په کور کې پاتي کیدل دي.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008