وروستي خبرونه

د کیوي ۷ ګټې، او زیانونه یې

ژباړه: ډاکټر عصمت الله مزمل

کیوي یوه کوچنۍ او بیضوي شکله میوه ده چې مخکې په نوي زیلنډ کې ډیر عام وه، خو اوس په ټوله نړۍ کې خلګ دا میوه پیژني او ګټه ترې اخلي. پوست ورڅخه جدا کیږی او وروسته بیا خوړل کیږي.

کیوي لکه څنګه چې ډیر خوږ خوند لري، همداسي زیات ویټامینونه هم لري لکه: ویټامین C، ویتامین K، ویټامین A او همدارنګه پتاشیم او انتي اوکسیدانت هم لری.

نو په دې لیکنه کې به تاسو ته د دې میوي اووه ګټې معرفي کړو:

۱. دا میوه د بدن د دفاعي سیستم د قوي کولو لامل کیږي،  لکه څنګه چې مو مخکې یادونه وکړه کیوي زیات انتي اوکسیډانټ لري په ځانګړي توګه د C ویتامین. د کیوي یو ګیلاس جوس په ورځ کې د بدن ټول ویټامین C پوره کوی. چې د C ویټامین بیا د بدن دفاعي سیستم قوي کوي. ماشومان او ډیر عمر لرونکې کسان باید ډیر له کیوي څخه استفاده وکړي، تر څو دفاعي سیستم یې قوي شي.

۲. له هضمي سیستم سره مرسته کوي: کیوي یو انزایم لري چې دغه انزایم د actinidin په نوم یادیږي او د پروتین په هضم کولو کې ونډه اخلې.

۳. د ویني لوړ فشار ټیتوي: کیوي یوه فعاله ماده لري چې د فشار په ټيټولو کې ډیره ګټوره ده. په ورځني ډول دری کیوي خوړل د لوړ فشار په ټیټولو کې پوره مرسته کوي، هغه ماده چې د فشار په ټیټولو کې مرسته کوي د lutein  په نوم یادیږي. د ویني لوړ فشار تر ډیره وخته کومه ځانګړي نښه نه لري.

۴. د سترګو لید قوي کوي: د سترګو د لید د کمزوري یو علت د (macula) په نوم تخریبي یوه ناروغي ده، خو څیړنو په ډاګه کړي ده چې په ورځني ډول د دریو کیویانو خوړل له دي ناروغي څخه مخنیوی کوي.

۵. د زړه له حملي څخه مخنیوی کوي: معمولآ هغه ناروغ چې د زړه حمله لري ډاکټران ورته اسپرین توصیه کوي ترڅو د ویني لخته له منځه یوسي؛ خو علمي څیړنو دا په ډاګه کړي چې په ورځني ډول د دریو کیویانو خوړول اسپرین ته ورته اغیز لري. یانې د ویني لخته له منځه وړي. او بل دا چې د ویني چربي هم له منځه وړي.

۶.  که غواړئ روغ پاتي شئ، نو حتمن کیوي وکاروئ: هغه اوکسیدتیف سترس(Oxidative stress) چی د ازاد راډیکال په وسیله د حجري په داخل کې رامنځته کیږي او د ډي آڼ آي (DNA) د تخریب سبب ګرځي، (DNA) تخریب د کولمو سرطان را منځته کوي او په پایله کې د انسان د مرګ سبب کیږي. لکه څنګه چې مو پورته یادونه وکړه کیوي یو ښه انتي اوکسیدنت میوه ده. بناً کوم ازاد راډیکال چې په حجره کې تولیدیږی او (DNA) له منځه وړي، کیوي دغه آزاد راډیکال له منځه وړی او د (DNA) له تخریب څخه مخنیوی کوي.

د کیوي خوړل کوم زیانونه لري:

د کیوي خوړل زیاترو خلګو ته کوم مشکل نه جوړوي خو ممکن ځیني کسان ورسره حساسیت وښیې. کوم کسان چې له کیوي سره حساسیت لري نو ممکن لاندې ستونزې ورته پیدا شي:

۱.  د ستوني خارښ

۲. د ژبي پړسیدل

۳. د ګولۍ په تیرولو کې ورته ستونزه پیدا کوي

۴.  قی کول

One comment

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008