وروستي خبرونه

د کرونا توپیر له عادي تبي او زکام سره په دې نښو وکړئ؛ تشویش به مو ختم کړي

په دې وروستیو کې موسم بدل شوی، ډېری کسان د ژمي د موسم په تیریدو او پسرلي د موسم په راتګ سره ناروغان کیږي. نو څرنګه چې د عادي تبي، زکام، الرژي او ځینو نورو عادي ناروغیو نښي نښاني له کرونا سره یو شان دي، ډېری کسان یې وارخطا کړي، چې کرونا نه وي نیولي.

نو د کرونا او عادي تبې، زکام او حساسیت د نښو نښانو ترمنځ لاندې توپیرونه شته.

۱- د عادي تبي یا زکام په مهال مو سترګې سرې کیږي، اوښکې کوي او خارښ کوي. خو د کرونا ناروغۍ په مهال دا ډول نښي نښاني تر اوسه پوري ندي ثابتي شوي.

۲- د عادي تبي یا زکام په مهال مو ستونی، خوله، پزه او غوږونه ممکن خارښ وکړي، خو د کرونا ناروغۍ په مهال دا نښې نښاني ندي لیدل شوي.

۳- د عادي تبي او زکام په مهال مو ممکن پزه وبهیږي او بنده  اوسي، خو د کرونا ناروغۍ په مهال دا ډول نښې ندي موندل شوي.

۴- د عادي تبي او زکام په مهال پرنجی او ټوخۍ مو په وقفه اې توګه وي، چې د کرونا ویروس په مهال دا پرنجی او ټوخۍ  دوامداره وي.

۵- د عادي تبي او زکام په مهال ښايي د ستړیا احساس وکړئ، چې د کرونا ناروغۍ په مهال هم ورته نښې نښاني تر یو بریده لیدل شوي دي.

۶- د عادي تبي او زکام په مهال درته د سر او غوږونو خوږ پیدا کیږي. له دې سره هم ښايي تاسو په ځان د کرونا ناروغۍ شک وکړئ.

د هغه ترڅنګ هغه کسان چې مخکنۍ ناروغۍ ولري او یا یې هم سن لوړ وي، ممکن د عادي تبي او زکام په مهال لاندي نښې نښاني هم ولري:

۱- سینه یې تخته و اوسي او فکر وکړي، چې د سږو ستونزه ورته پیدا شوي ده.

۲- د ساه بندي احساس وکړي او یا هم ساه بندي ورته پیدا شوي وي.

۳- د هغه تر څنګ په سینه کې د ساه را کښلو په مهال خوږا او ټوخۍ ولري. خو د دې نښو نښانو په مهال ډېر د وارخطايۍ احساس مکوئ، ډېری کسان د موسم په بدلیدو سره ناروغان کیږي.

د کرونا ویروس دوه ډېر ښکاره نښي نښانې:

۱- د کرونا ناروغان ټول دومداره او وچه ټوخۍ لري. هغه ټوخۍ چې له دې وړاندي تاسو کله هم نه درلودله.

۲- د کرونا ناروغانو ته تبه پیدا کیږي او د دې تبي درجه هم لوړه وي. چې له عادي تبو سره ډېر توپیر لري.

نو که چیرته کرونا ناروغۍ ولرئ، تاسو په ټوله مانا په ځان کې نوي نښې نښاني وینئ. هغه نښې چې له دې وړاندې مو کله هم د عادي ناروغۍ او زکام په مهال نه درلودلي. ممکن هر کس په خپل ژوند کې څو ځله زکام او عادي الرژیکي تبي اخته شوی وي. نو که چیرته تاسو د تبي، ټوخۍ او ساه بندۍ داسي نښې په ځان کې وینئ چې مخکې هم کله ورسره مخ شوي یاست، نو مه ډاریږئ.

د لاندي نښو نښانو په واسطه کولای شو، د عادي تبي، زکام او کرونا ترمنځ توپیر وکړو:

۱- د عادي تبي په مهال ښايي تاسو د ساه بندي ناروغۍ ولرئ، خو د کرونا په مهال دا ستونزه ډېره جدي او شدیده وي.

۲- عادي تبه مو د ناخوښۍ د احساس لامل نه کیږي. خو تاسو باید ونه ویریږئ او په ځان د کرونا ناروغ شک ونکړئ .

۳- د کرونا ناروغۍ په مهال د سترګو خارښ، د پزي بندیدل او بهیدل نه وي. خو د زکام او عادي تبي په مهال تاسو ښايي له ورته نښو نښانو سره مخ شئ.

نو تر کله مو چې د کرونا ډېري ښکاره نښې په ځان کې نه وي لیدلي، مه ویریږئ. ډېری کسان له دې ویري چې په ځان د کرونا ناروغۍ شک لري، یو ډول تشویش ورته پيدا شوی دی. خو ځانونه په کرنتین کې وساتئ او د ډاکټرانو لارښووني عملي کړئ، ځکه که چیرته تاسو د کرونا ناروغۍ باندي نه یاست اخته شوي، ممکن له دې وروسته اخته شئ.



2 comments

  • اسدالله سعادت

    May 6, 2020 at 6:05 PM

    نو دا کرونا خو بيا د زکام څخه ډيره اسانه ده کومی نښی چی په زکام کی شته او په کرونا کی نشته ۔ سخت خو زکام دی نو بيا

    Reply

  • سمسور

    May 10, 2020 at 10:33 PM

    په جوزجان کی چی په ځان معلولی درد راشی لږ ټوخی ولری نور اعراض او علایم پکی نه وی چی تیست وکړی بیا مثبت وی هیڅ نه پوهیږو چی دا ولی

    Reply

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008