چهارشنبه. Apr 1st, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

سهېل شاهین: امریکا د سولې هوکړه لیک ته خنډونه جوړوي

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین ویلي، دوی د دې هوکړې لاسلیک ته تیار دي خو په وینا یې چې پر عمومي اوربند د ټینګار ترڅنګ د امریکا ځینې نورې غوښتنې د دې هوکړې لاسلیک ځنډولی.

په وینا یې، د سولې د هوکړې پر مهال به د امریکايي ځواکونو وتلو ته زمینه برابروي خو امریکا په ځینو غوښتنو سره پلمې جوړوي. د امریکا تر څنګ افغان حکومت هم پر عمومي اوربند ټینګار کوي، خو طالبان بیا یواځې د تاوتریخوالي کمېدو ته راضي شوي دي.

( ټول لیدونکې 290 , د نن ورځي لیدونکې 1 )