وروستي خبرونه

هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۹۰۶ تنو ته ورسېد

د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۴۶۵ مشکوکو سمپلونو د معایناتو له ډلې د کوېډ ۱۹ ناروغۍ ۶۶ نورې مثبت پېښې ثبت شوي. د دغه وزارت د ویاند مرستیال توحید شکوهمند ویلي، چې د یادو پېښو څخه تر ټولو زیاتې په کابل کې ثبت شوي دي، په وینا یې ۲۶ په کابل، ۱۵کندهار،۶ بلخ، ۵ کندز، ۴هرات، ۴هلمند، ۳ لغمان او یوه یوه هم په کونړ او ننګرهار کې ثبت شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت په وینا د دغو پېښو په ثبت سره هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۹۰۶ تنو ته ورسېد چې تر ټولو زیات یې په کابل، هرات او کندهار کې ولایتونو کې ثبت شوي دي. د دغه وزات د ویاند په وینا تر دا مهاله په ټول هېواد کې د کرونا وبا له امله ۳۰ تنه مړه شوي او ۹۹ تنه نور له دغه ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي چې ۴۵ تنه یې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دي.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008