وروستي خبرونه

یوه بهترینه کورنۍ د وبا په ناورین کې: | لیکنه: محمد اسمعیل یون

کله کله سړي باندې غم دومره بار شي چې نه پوهېږي په کومه کلمه او په څه ډول جمله ورته غبرګون وښيي.پوره لس کاله کېږي چې بهترین پکتیاوال مې د فکر او عمل ملګری دی، د یوه تحریک ، د یو فکر او یو نظر د لارې لارویان یو. د تېرې لسیزې په بهیر کې به زموږ هېڅ داسې غونډه او لاریون نه وي تر سره شوي چې بهترین په کې خپله ونډه نه وي لرلې. بهترین نو بهترین پکتیاوال دی ، هر وخت به یې راته ویل چې استاده یوه ورځ به را سره کور کې مېلمه کېږې ، ورونه مې دې هر وخت یادوي ، ډېر پرې ګران یې، راته وایي چې استاد د ټولو پښتنو خدمت کوي او ته به د استاد خدمت کوې ، نو استاده که ما خوشالوې او ورونه مو خوشالوې نو ضرور به راسره یوه ورځ مېلمه کېږې، بهترین پکتیاوال ډنډکی به درته تیارکړم ، مجلس به هم وکړو، ورونه به مې هم ډېر خوشاله شي او زموږ دسیمې نور مشران به هم درته دعوت کړم.

ژمنه مو ور سره وکړه ، نږدې درې کاله وړاندې یې کور ته لاړو. د تلوېزیون ملګري مو هم ځان سره بوتلل، موږ ویل پر ډنډکي او د پکتیاوالو پر مېلمه پالنې او نورو ګټورو دودونو به ځانګړی پروګرام هم جوړ کړو. د کابل زمانخان کلا کې یې کور و، ښایسته هوجره یې وه د ښاغلي بیدار ځاځي په ګډون ګڼ شمېر مخور شخصیتونه یې هم رابللي وو. ټول ورونه سره راټول وو، بهترین له خوښۍ نه په جامو کې نه ځاییده ، ګرد تاوېده مشر ورور او ډاکتر صیب به شېبه په شېبه همدا خبره کوله چې استاده موږ درته ډېر کم یو ، موږ په نورو کارونو کې مصروف یو ، نو ځکه مو وخت پر وخت ستا پوښتنه نه ده کړې ، خو بهترین څخه دې وخت پر وخت پوښتنه کوو ، نور خو دې تلوېزیون څخه ټول پروګرامونه تعقیبوو، خبرې دې لکه ملهم پر موږ ښې لګي ، موږ خو نور ستا لاسنیوی نه شو کولای. خو زموږ دا یو ورور بهترین مو ستا د فکر او مبارزې لپاره قربانۍ ته ایستلای، دا به تر مرګه در سره وي. هغه مجلس دومره خوږ و او ډوډۍ هم دومره خوندوره وه چې حد مو ورته نه شو ټاکلی ، د خدای پامانۍ پر وخت ما ورته وویل چې زه خو دا ارزونه نه شم کولای چې ډوډۍ ډېره خوندوره وه که دا مجلس ، دا دواړه دومره خوندور وو او دومره اخلاص او صمیمیت په کې پروت و چې تر ډېره وخته به زموږ په ذهن کې خوندي وي. نن چې مې په فیسبوک کې د خپل بهترین ملګري سوې ساندې واورېدې او د هغه د دوو شهیدو ورونو او شهیدې خور د شهادت له ویرلړي داستانه پوره خبر شوم، نو نور خو مې هېڅ په وس پوره نه و، له سترګو مې سوې او تروې اوښکې راغلې ، ژر مې ټلېفون را واخیست، زړه مې درب درب کاوه چې زه به بهترین سره په کومه ژبه ، په کومه لهجه خبرې کوم، څه ډول تسلیت به ور کوم؟ دا پوښتنه به کوم چې د غبرګو ورونو او خور بي بي جنازې ته دې څنګه اوږه ور کړه؟ دا خو ډېر بې رحمه مرض دی، څومره به ترهوره وې ، اخوا دې خوا به دې څومره کتلي وي، څومره به نهیلی شوې یې، ، څومره به دې اسماني ټکې ته حیران دریان ولاړ وې؟ څومره ملګري او خپلوان به دې سترګو ته ودرېدلي وي؟ پوهېږم ته خو ډېر زړور او ډېر ژبور یې ، هر غم ته دې اوږه ور کولای شوه، خو هغه غم چې مدعي او طرف یې معلوم وي، نه داسې غم چې هېڅ ورسره نه شې کولای، و وایه ای زما بهترینه وروره ، زه دې سترګو ته ودرېدلم او که نه ؟ او دا ګیله خو به دې زړه کې نه وي ګرځېدلې چې ګوره زه د ده په هره مبارزه او هره ناره کې حاضر وم ، خو چې نن زما پر کور ناورین دی او زما د نښتر نښترو ورونو او بي بي خور جنازې پرتې دي ، نه مې یار شته ، نه مې استاد او نه مې د ګډې مبارزې انډیوالان ، چې راشي او په ګډه زما د ورونو د جنازو بازو ته اوږه ورکړي. زه به چا ته غاړې وځم ؟ ما به څوک پر شا وټپوي چې خیر دې موږ دې ورونه یو درسره یو؟ څو ځله مې تلیفون ډایل کړ ، خو د بهترین دواړه نومرې ګل وې ، عیناً لکه د مړي ، یا هم نیم ژواندي سړي تلیفون او یا هم دداسې یو کس تلیفون چې خپل خواږه ملګري ډېر ګیله من او ماڼیجن وي او د هغه تلیفون ته هېڅ ځواب نه وي ، نو زما د بهترین ورور تلیفون هم همداسې او بې ځوابه و. هو وروره موږ درته خجالته یو ، موږ خدای همدې ورځې ته ساتلي یو، چې هم مو ښه بې وسه کړي او هم ښه بې کسه ، نه پوهېږو چې په دې کې به د خدای څه حکمت وي، خو خدای لوی حکیم او زیات مهربانه دی ، تاسو ته به د دې ستر غم د زغم اسقامت او عوض در کړي ، خو غم نه به ګیله نه کړې ، هغه شرم نه لري: که غم له غمه شرمېدلی پر ما به راتلل انبار انبار غمونه نو بهترینه وروره ما و بښه .

زه انسان یمه نیمګړی ، هم بې وسه هم بې کسه.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008