وروستي خبرونه

کورنیو چارو وزارت په خوست ولایت کې د دریو تنو ماین خښوونکو له نیول کیدو خبر ورکوي

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د خوست ولایت د باک ولسوالۍ ملي پولیسو د یادې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې درې ماین خښوونکي نیولي دي.

د خبرپاڼې له مخې یاد کسان د علیشېرو او تریزیو ولسوالیو اوسېدونکي دي او غوښتل یې د باک ولسوالۍ په اړوند پرتو سیمو کې د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ماینونه خښ کړي، چې د ځايي خلکو په همکارۍ د پولیسو له خوا کشف او له منځه یوړل شول.

د دې ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ملکي مرګ ژوبلو مخنیوی شوی دی.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008