شنبه. May 30th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

په کهکشانونو کې تر ټولو لوی ستوری کشف شو | ژباړه: رحمت الله محمد

تېره اوونۍ اروپایي نړیوالو ستور پېژندونکو اعلان وکړ چې په کهکشانونو کې یې تر ټولو لوی ستوری کشف کړی.

دا لوی ستوری چې نوم یېR136a1   ښودل شوی، تر لمر ۱۰ میلیونه ځله زیاته روښنایي تولیدوي او حجم یې تر لمر ۲۶۵ ځله لوی دی.

د پوهانو په نظر چې دا ستوری د VLT یا ډیر لوی تلسکوپ او هابل تلسکوپ په وسیله کشف شوی او یو میلیون کاله عمر لري.

دا ستوری په یو لوی کهکشان کې چې له ګڼو ستورو ډک دی، مو قیعت لري، چې نوموړی کهکشان هم تازه د برېتانیایي پوهنتون چې نوم یې شفلید دی، د ستور پېژندونکو ګروپ له لورې چې مدیریت یې د پروفیسور پل کراوتر په لاس کې وو، کشف شو.

نوموړی ستوری دومره قوي شعاعوې لري چې که د لمر په ځای یې د لمریز نظام په منځ کې موقیعت درلودای، نو بیا په ځمکه کې ژوند کول ناممکن وو.

د پروفیسور پل کراوتر په خبره چې دا ستوری له دې امله چې زیاته انرژي مصروفوي، نو له دې امله یې حجم کم شوی دی، د ده په خبره چې د نوموړي ستوري اصلي حجم تر لمر ۳۲۰ ځله غټ دی.

پروفیسور کراوتر په دې باور دی چې دا ډول ستوري د وخت په تېرېدو سره خپل حجم له لاسه ورکوي، او نوموړی وایي چې په نږدې وخت کې به په کهکشانونو کې تر دې هم لوی ستوری کشف شي.

د VLT تلسکوپ د مطالعاتو په بنسټ چې تېره اوونۍ خپاره شوي وو، ویل کېږي چې دا ډول لوی ستورې د د ګازي لویو بخارونو په پایله کې منځته راځي، او د انرژۍ د زیات مصرف له امله د وخت په تېرېدو سره یې حجم کمېږي او له منځه ځي، خو دا موده میلیونونه کاله وخت نیسي.

دا ستوری له لمر څخه ۱۶۵ زره نوري کاله لري موقیعت لري.

( ټول لیدونکې 72 , د نن ورځي لیدونکې 1 )