وروستي خبرونه

آیا د موسم تغیر به په کرونا اغیز وکړي؟ | ژباړه: رحمت الله محمد

دا هغه پوښتنه ده چې زیاتره خلک ورسره مخ دي، او زیات خلک باور لري چې ښايي د موسم یا هوا تغیر په کرونا اغیز وکړي.

د ځینو نورو مشهورو ساري ناروغیو لکه انفلوآنزا خپریدا په ژمي کې زیاته ده، او نور موسمونه يې په خپریدا د پام وړ اغیز کوي. خو تر اوسه معلومه نده چې آیا د موسم تغیر به په کرونا هم آغیز وکړي؟، په دي اړه د بریتانیا علمي مشاوران وایې: تر اوسه مشخصه شوي نده چې د موسم تغیر د کرونا په خپریدا آغیز کوي، خو ویلای شو، که د موسم تغیر د کرونا په خپریدا آغیز هم وکړي، نو دا اغیز به نسبت انفلوآنزا ته کم وي. د دوي په خبره چې که د اوړي موسم د کرونا په خپریدا هر څومره زیات اغیز هم وکړي، خو بل ژمی به بیا د دې ویروس خپریدا زیاته شي او ممکن زیات انسان پرې اخته شي.

دا په داسي حال کې ده چې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر تر ۹۰۰ زرو کسانو اوښتی دی.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008