شنبه. May 30th, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

امریکا له عراق سره د سرتېرو پر وتلو خبرو ته چمتو ده

د سوریې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي جیمز جیفري ویلي، امریکا چمتو ده چې له عراقي پارلمان سره د هغوی له غوښتنو سره سم د سرتېرو پر ایستلو خبرې وکړي.

نوموړي ویلي، له عراقه د امریکایي سرتېرو د وتلو په اړه د امریکا دریځ پخوانی دی او هغو شرایطو ته په پام، چې په تېر کې ویل شوي، امریکا چمتو ده له عراقي پارلمان سره د خپلو سرتېرو پر وتلو خبرې – اترې وکړي.

جیفري په داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ هم ویلي وو، که چېرته په دغه هېواد کې د واشنګټن له لورې لګول شوې پیسې ورنه کړي، نو دوی له عراقه خپل سرتيري نه باسي.

( ټول لیدونکې 5 , د نن ورځي لیدونکې 1 )