سه شنبه. Jun 2nd, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

د هرات د حج او اوقافو ریاست وايي، د کرونا د مخنیوي په موخه دې تر یوې مودې خلک د جوماتونو پرځای کورونو کې لمونځونه ترسره کړي

د دې ولایت د حج اوقافو رییس خلکو ته سپارښتنه کوي، چې د دغې ویروس د خطر تر شتونه دې کورونو کې پاتې او لمونځونه دې کورونو کې وکړي.وړاندې تر دې داسې راپورونه وو، چې لا هم یو شمېر خلک جوماتونو کې د جمعې پر لمونځونو ټينګار کوي.د هرات حج اوقافو ریاست مشر له ښاریانو غواړي، چې د کرونا ویروس د خطر تر شتونه دې د جمعي لمونځونو پر ځای په فردي ډول لمونځونه ترسره کړي، څو په وینا یې په دې اړه د لا نور ډېر بحران سره مخ نه شو.نوموړی د هغو راپورونو په غبرګون کې چې لا هم یو شمېر خلک جوماتونو کې پر لمونځونو ټینګار کوي وویل، د جوماتونو امامان دې د یاد خطر تر کمېدو پورې خلکو ته په کورونو کې د لمونځونو د کولو سپارښتنه وکړي.هرات کې په داسې مهال ولایتي اداره او د حج اوقافو ریاست کورونو کې د لمونځونو پر کولو ټینګار کوي، چې تر دې وړاندې د یو شمېر خلکو له لوري جوماتونو کې د لمونځونو پر کولو د ټينګار راپورونه خپاره شوي وو.د هرات ولایتي اداره هم د دغې وېروس د خپرېدو له وېرې غوښتنه کوي، چې د خطر تر کمېدو دې خلکو ته په کورونو کې د لمونځونو د کولو سپارښتنې وکړي.

( ټول لیدونکې 122 , د نن ورځي لیدونکې 1 )