سه شنبه. Jun 2nd, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

د حکومت له خوا د طالب بندیانو په لېست کې د تغیر له امله د طالب پلاوي راتګ ځنډېدلی

ټاکل شوې وه چې تېرې جمعې په ورځ د طالبانو تخنیکي پلاوی کابل ته راغلی وی او د افغان حکومت له پلاوي سره د بندیانو پر تبادلې يې خبرې – اترې کړی وی، خو ځینې پخواني طالب چارواکي وايي، د دغه پلاوي راتګ ځکه ځنډېدلی، چې حکومت د بندیانو په لېست کې تغیرات راوستی.د دوی په خبره که د طالبانو له خوا د بندیانو سپارل شوي لېست مطابق بندیان خوشي نه شي، ممکن د طالبانو تخنیکي پلاوي راتګ کابل ته نور هم وځنډیږي.د ملي شورا غړي بیا ټینګار کوي، چې طالب بندیان دې د تضمین په اساس ازاد او په خبره يې د دواړو لورو ترمنځ دې د بندیانو تبادله خپلمنځي خبرو ته هم لار پرانیزي.عام وګړي له یوه منظم میکانیزم پرته د طالب بندیانو خوشي کېدو اندېښمن کړي، چې په وینا يي که له تضمین پرته طالبان له زندانونو ازاد شي، نو یو وار بیا هېواد کې د جګړې د ګرمېدو وېره ډېریږي.کابل ته د طالب پلاوي راتګ داسې مهال ځنډېدلی، چې افغان حکومت طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره ۲۱ کسیز پلاوی ټاکلی، خو پر دغه پلاوي نیوکي دا دي، چې نه یواځې اغېزمنې څېرې په کې نشته، بلکې ټول شموله نه دی. هغه پلاوی چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترې هرکلی هم کړی دی.

( ټول لیدونکې 316 , د نن ورځي لیدونکې 1 )