سه شنبه. Jun 2nd, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

شاهد افريدي په کوهاټ کې د افغان کډوالو لاسنيوی وکړ

د کرېکټ په نړۍ کې پېژندل شوی ځلانده ستوری شاهد خان اپرېدی د خيبر پښتونخوا ولسوالۍ کوهاټ کې د افغان کډوالو لاسنيوی کولو په موخه د ګمکول نومې افغان کډوالو يو پنډغالي ته ورغلی او يو شمېر بېوزلو افغان کډوالو سره يې د خوارکي توکو مرسته کړېپه يو لنډ وېډيوي پیغام کې نوموړي ويلي چې ((افغانانو وروڼو سره مرسته کول زموږ د ټولو حق دی بايد ټول شتمن خلک دې په دغه قرنطينه موده کې د هغه افغان کډوالو لاسنيوی وکړي کوم چې ډېر بېوزله دي))نوموړي په داسې وخت کې د خپل پلارني ټاټوبي کوهاټ کې مېشت افغان کډوالو پنډغالي ته تللی چېرته چې له دولت اړخه په ياد ايالت کې د “کورونا” ويروس له کبله بېړنی حالت اعلان شوی او هېڅ څوک اجازه نه لري چې له خپل استوګنځي څخه بهر د کار کولو په موخه ووځي.دغه مهال شاهد خان اپرېدي سره دپاکستان د لومړي وزير عمران خان سلاکار ښاغلی شهريارخان اپرېدی او يو شمېر د دولت ځاي چارواکو کډون درلود.سلاکار شهريار اپرېدي له شاهدخان اپرېدي اړخه د کډوالو سره خوارکي توکو په مرسته يې له نوموړي مننه وکړه او زياته يې کړه چې پاکستان دولت په هر ستونزمن وخت د افغان کډوالو مرسته کړې ،کډوال زمونږ وروڼه دي، دوی پر مونږ حق لري او په راتلوکي کې به هم له دوی سره مرستې کول دوام ولري.راپور: نعمت الله خان افغان

( ټول لیدونکې 1،167 , د نن ورځي لیدونکې 1 )