چهارشنبه. Apr 1st, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

افغان حکومت امنیتي سکټور کې د یو میلیارد ډالري سپما کې بدلون راوستی

له ارګ څخه په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني په امنیتي سکټور کې د یو میلیارد ډالر سپما پلان له دریو کلونو څخه دوو کلونو ته راټیټ کړی دی.د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني دفاع او کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د مالي لګښتونو د مخنیوي لپاره خپلې طرحې چمتو او ترې وروسته یې د سپما پلان عملي کړي.په دې برخه کې د اداري اطلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ته دنده سپارل شوې، چې په سیستم کې پرته له اړتیا د لګښتونو سپما عملي کړي.افغان حکومت وروسته تر هغې دغه پرېکړه کوي، چې څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته د سفر پرمهال د ټاکنیز کړکېچ د نه هواري له امله افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو د کمښت پرېکړه وکړه.

( ټول لیدونکې 4 , د نن ورځي لیدونکې 1 )