چهارشنبه. Apr 1st, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

له افغانستانه به د امریکايي سرتېرو وتل دوام وکړي

د امریکا دفاع وزارت ویلي، که څه هم د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې پر ټول پوځ او د امریکايي وګړو پر سفرونو بندیز لګېدلی، خو په وینا یې چې په دغه بندیز کې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو وتل شامل نه دي.

د دوی په خبره له افغانستانه یې د سرتېرو وتل د شوې هوکړې له مخې پلان سره سم دوام لري.

د امریکا دفاع وزارت په داسې مهال د کرونا شتون سربېره هم له افغانستانه د خپلو سرتېرو پر وېستلو ټینګار کوي، چې د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې تر دې دمه په ۲۲۷ امریکايي سرتېرو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

( ټول لیدونکې 1 , د نن ورځي لیدونکې 1 )