چهارشنبه. Apr 1st, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

وسلوالو طالبانو سره د افغان حکومت خپلمنځي خبرو لپاره شل کسیز هیئت وټاکل شو

د راپور له مخې د یاد شل کسیز هیئت مشري د ملي امنیت پخوانی مشر معصوم ستانکزی په غاړه لري.د نوموړي په مشرۍ دغه پلاوي کې ‏ډاکټر غیرت بهير، باتور دوستم، متين بيګ، نادر نادري، محمد ناطقي، ضرار احمد مقبل، حبيبه سرابي، رسول طالب، عنايت الله بليغ، خالد نور، شهلا فرید ، ذکیه وردګ ، کلیم الله نقیبي ، جنرال ایوب انصاري ، زینب موحد، عبدالهادي ارغندیوال، حفیظ منصور، ډاکټر امین احمدي او شهلا فرید شامل دي.په ورته وخت کې د وسلوالو طالبانو سیاسي دفتر ویلي وو، چې پنځه ورځې وروسته به د همدې میلادي میاشتې په 31 مه د طالب زندانیانو د خلاصون لړۍ پیل شي.قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویلي، د مارچ میاشتې په 31 مه نېټه به د طالب زندانیانو د خلاصون پروسه عملا پیل شي.د دوی په خبره د زندانیانو د بر رسۍ لپاره به د طالبانو یو هېئت لنډ وخت کې باګرام زندان ته لاړ شي.د سولې پروسه چې قطر کې له شوې هوکړې وروسته یې په لسو ورځو کې د خپل منځي خبرو د پیل یادونه شوې وه، افغان حکومت کې خپل منځي اختلافات او ټاکنیز کړکېچ یې لامل شو، چې له ټاکلی مودې یې مهال وځنډيږي.

( ټول لیدونکې 2 , د نن ورځي لیدونکې 1 )